تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د آخرت توښه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يو پاچا خپل دری (۳) وزيران را وغښتل ، هر يو ته يي خلته   وركړه او امر يې ورته وکړ چي باغ ته لاړ سئ او څه مو چي خوښ  وه له هغي نه دا خلتي  را ډکی کړي.


(۱) يو وزير لاړ او تر ټولو بهترينو ميوو نه يې خلته  را ډکه کړه .


(۲) دوهم وزير فكر وكړ چي غالبا پاچا به دا ونه وگوري چی ما څه ور وړي ؟ نو خلته  یې له ښو او خرابو ميوو ډکه کړه .


(۳) دريم وزير فكر وكړ چي پاچا دی ته څه اهمیت ورکوي چی ما څه ور وړی ؟ نوخلته يي له خاشاکو ډکه کړه .


کله چي د پاچا دربار کې حاضر سو نو سمدلاسه پاچا پوځيانو ته امر وکړ چي دوي له ښار نه لري محبس کی حبس کړي او تر يوې مياشتی خواړه ور نکړي .


لومړي وزير يوه مياشت ښه په خوند سره بهترينی میوی وخوړی .


دوهم وزير په ډير مشکل او گوزاری سره يوه مياشت په ښو میوو تیره کړه .


مگر دريم وزير يو څو ورځی وروسته مړ سو ، ځکه چي دومره څه ورسره نه ؤ چي ويي  خوري او ژوند پرې تیر کړي .

 ماخذ : پښتو کیسې 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته