تازه سرليکونه
د کشرانو دعا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 16, 2023
  0

د کشرانو دعا


لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هو!رشتياهم يو الله ج دی، چي  پر يوه حال دی. نور هرڅه بدليږي. ځيني رنګ اړوي. ځيني خوند او ځيني خو بيا مخلره خپل اصليت اړوي. انسان که د ګلونو، مېوو او نور څه په څېر رنګ او خوند نسي بدلولای مګر اصليت او خوی ډېر ژر بدلوي.


تاسو خبر ياست او پوهېږئ، چي مخکي به د الله ج په دربار کي مشرانو لاسونه په دعا پورته کول. د خپلو کشرانو د اصلاح او په سمه لار د روانېدو غوښتنه به يې کوله، په وار وار به يې ويل: الهي! ته زموږ کشران د خېر او امن غوښتونکي جوړ کړه. خوښ او سوکاله ژوند يې ور په برخه کړه او ته يې له زړونو څځه د نفاق او له سرونو څځه د تکبر او بد بختۍ رنځ ليري کړه خو اوس خبره هغسي نه ده. وينو چي هرځای کشرانو لاسونه په دعا پورته کړي او وايي:الهي: ته زموږ مشرانو ته هدايت وکړه، چي له دې بد بختيو څخه لاس واخلي او ته يې په زړونو کي درد پيدا کړه، چي پر مظلومانو ورحميږي او خپلو کشرانو ته د خېر، امن او خوښۍ لار وټاکي. 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته