تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مساوات دعوه!
 
  December 31, 2012
  0
رالېږونکی: عبید الله تنویر
 
ځیني کسان نن سبا دا دعوه کوي چې ښځه او نر په ټولو شیانو کي باید سره برابر وي، نو هغو کسانو ته زما پیغام دا دئ چې دوی باید لومړی دا فکر وکړي چې دا ډول مغربي مساوات د ټولني او معاشرې په ګټه دي او که په زیان؟

پرده او بې پردگي:
 
‌د بې پردگۍ لامل او سبب دوه شیان وي:
 ۱- بې حیایي
 ۲- عیاشي
او د دې دواړو لامل بیا دین سره نه تعلق دئ.

د بې پردگۍ نتایج:
 
کوم خلگ چې په بې پردگي کي ښکېل دي، په حقیقت کي که خبر سي بیا به هیڅکله هم دا کار ونه کړي.

په پرده کي بې پردگي:
 
ځیني کسان وایي چې په پرده کي هم فتنه کېدای سي، د هغوی جواب دا دئ چې دا هم په پرده کي د کوتاهۍ له کبله کیږي (د ستر ټول شرایط یې نه وي مراعت کړي)، یعني په پرده کي بې پردگي وي، که په پرده کي څه مشکل نه وي نوهیڅ مشکل به هم نه وي.

تعلیم او پرده:
 
ځیني کسان دا فکر کوي چې د ښځو پرده د هغوی د تعلیم مانع گرځي، خو دا فکر غلط دئ، ځکه چې د پردې له علمي ترقۍ سره کوم تړاو نسته، بلکي تر لږ غور کولو وروسته خو لا دا څرگندېږي چې پرده کول د علمي ترقۍ باعث گرځي، ځکه د علم له پاره اطمینان او ډاډ ته اړتیا وي او دا په گوښه کي ښه تر لاسه کېدای سي چي نارینه جلا او ښځي جلا په اطمنان سره تعلیم وکړي او همدا لامل دئ چې نارینه هم د مطالعې له پاره گوښه غواړي نو حقیقت دا دئ چي پرده د هیڅ ډول علمي ترقۍ او یا کوم بل پرمختگ د مخنیوي لامل نه گرځي، که پرده ترقي وای نو د هند چوړ قوم به تر ټولو مخکي وای.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته