تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (یوولسمه برخه/ ض)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2023
  0

 

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(یوولسمه برخه)
(ض)


ضحک: داسي خندا ته وايي چي لېري آواز ولاړ نه سي، لمونځ فاسدوی خو اودس نه ماتوي.


ضحی: څښت ته وايي چي لمر ښه رالوړ سي.


ضحوة کبری: د شرعي ورځي نیمایي ته وایي یعني دصبح صادق څخه نیولې تر غروب پوري شرعي نیمه ورځ ده.


ضمار: دهغه مال موندل چي امید ئې نه وي، هغه که یو ځای مال ایښی وي بیا يې هغه ځای هیر سوی وي اوس ئې یاد سو، یا یو چا په زور ځني اخستی وو اوس ئې ورکړی، یا يې پر یو چا پور باندي و او پوروړي انکار کوی اوس ئې ورکړی نو ددې مال تر لاسه کولو پوري پر دې زکات نسته کله چي ترلاسه کی نو تېر وخت زکات ئې واجبېږی.


ضمان: هلاکېدلو په صورت کي دهغه مثل ورکول او که هغه مثل نه درلودی، قیمتي و نو دهغه قیمت ورکول.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته