تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مُتَعَاقِد یا تړونکی
 
  February 1, 2012
  0

 مخکي مو ولوستل چي نکاح په ایجاب او قبول تړل کیږي ، هغه دوه کسان چي د شاهدانو په حضور
 کي ایجاب او قبول کوي هغو ته د نکاح تړونکي ويل کېږي .

نکاح هم د نورو معاملاتو په شان تړون دى ، د فقهي په اصطلاح کي تړون ته عَقْد وایي ، کوم دوه کسان چي تر منځ عَقْد تړي هغو دوو ته بيا مُتَعَاقِدان یعنی تړونکي ویل کیږي . د نکاح تړونکي د صلاحیت او واک له مخي څلور ډوله دي ، چي د اصیل ، ولي ، وکیل او فضولي په نامه یادیږي او په لاندي ډول ورباندي رڼا اچوو.

اصیل

اصیل هغه تړونکي ته وایي چي هغه د داسي تړون ایجاب یا قبول کوي چي هغه تړون دی د خپل ځان د پاره کوي .
نارینه او ښځه چي یو د بل سره په نکاح تړلو راضي سي ، که دوى دوه د شاهدانو په حضور کي یو د نکاح ایجاب او بل یې قبول وکړي ، نکاح يې تر منځ وتړل سوه ، په دغه تړون کي دوى هر یو اصیل بلل کیږي ، ځکه دوى هر یوه د نکاح د تړون ایجاب او قبول پخپله د خپلو ځانونو د پاره وکړى .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته