تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي تړون
 
  March 22, 2012
  0
وړاندي مو ولوستل چي د بالغي او عاقلي نجلې نکاح ددې د اجازې پرته نسي تړل کېدلای ، څه مهال چي دا اجازه ورکړي نو بیا یې وکیل نکاح ور تړلای سي .
 
که بالغه او عاقله نجلۍ د شاهدانو په حضور کي پخپله د یو چا سره د نکاح ایجاب یا قبول وکړي د ابوحنیفه رحمة الله علیه په آند یې نکاح صحیح کیږي ځکه د امام صاحب په وینا د ښځو په ژبه د نکاح ایجاب او قبول صحیح کیږي .
د ابویوسف او امام محمد رحمهما الله په آند د ښځو په ژبه د نکاح ایجاب او قبول نه صحیح کیږي ځکه دوى وايي چي د ښځي پر ځای به د ښځي په اجازه د هغې وکیل یا ولي د نکاح ایجاب یا قبول کوي .
 
البته د ابوحنیفه رحمة الله علیه د وینا پر بنسټ که بالغه او عاقله ښځه د خپلو اولیاوو د اجازې پرته په ټیټ ولور نکاح وتړي ، یا د داسي چا سره نکاح وتړي چي هغه د دې کفو او سیال نه وي نو بیا یې اولیاء د اعتراض حق لري او د قاضي په پرېکړه او حکم یې نکاح ور با‌طله کولای سي .
 
که د اولیاوو اعتراض د ولور پر کمښت وو بیا که یې مېړه د دې ښځي مهر مثل یعني د دې د پلرنۍ خورلوڼو د شان وړ ولور ورته پوره کړي د اولیاوو د اعتراض حق يې په ساقطیږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته