تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر (رض) د انصاف يوه قصه
 
  March 25, 2012
  0
رالېږونکی: عزت الله - کندهار
 
د امير المؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه  په خلافت کي يوه ورځ يمنى ټوکر را ورسېدی. حضرت عمر رضي الله عنه  دا ټوکر په انصاف او مساوي توګه پر مسلمانانو ووېشی.داچي حضرت عمر رضي الله عنه  ډېر جګ سړى وو نو دوې جوړې يې واغوستلې. مسلمانانو فکر کوى چي حضرت عمر رضي الله عنه  ټوکر په ښکاره توګه ووېشى، خلک په دغه فکر کي وه چي حضرت عمر رضي الله عنه  دا کالي اغوستي وه او راغلى او د خطبې ويلو لپاره ممبر ته وختى، تر څو مسلمانان جهاد ته وهڅوي، نو وې ويل:

غوږ ونيسئ او اطاعت وکړئ. د خلکو څخه يو ږغ وکړ او وې ويل: نه غوږ نيسو او نه اطاعت کوو. حضرت عمر رضي الله عنه  په کراره و ويل: ولي؟ الله جل جلاله  دي پرتا ورحميږي. دغه سړي په ډېر جرئت ورته و ويل: تا قميص زموږ په رقم واخستئ حال دا چي ته تر موږ جګ يې نو دا بل قميس تا څنګه جلا کړ؟ داسي خو کم څه نسته چي ته په هغه سره ځان خاص کړې. حضرت عمر رضي الله عنه  د ځان د خلاصون په خاطر خپل زوى عبدالله رضي الله عنه راوغوښتئ او ورته وې ويل: عبد الله بن عمره ووايه چي دا څنکه کيسه وه عبد الله رضي الله عنه وويل: حقيقت دادى چي زه د خپلي يوې جوړې کالو څخه تېر سوم او پلار ته مي ورکړه تر څو قميص يې مکمل سي او خپل ځان په پټ کړي، وروسته پوښتونکى په ارامي سره کښېنستى او وې ويل: اوس يې اورو او اطاعت يې کوو.
 
 

ماخذ: الفاروق (رضي الله عنه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته