تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سپېڅلي لارښود سپېڅلي لارښووني
 
  April 1, 2012
  0
ليکنه: مولوي عبدالهادي حماد
 
درنو لوستونكو! دستر سبحان دستري لوروني په لړ كي يوه لويه نيكمرغي دا ده چي دبشريت دلارښوني لپاره يې زموږ خوږ او سپېڅلي لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  رالېږلى دئ نوموړى مهربان لارښود دلوراند څښتن تعالي جل جلاله  په لارښوونه ټوله بشريت ته داسي لارښووني كړي دي چي كه په رښتين ډول باندي عمل ورباندي وسي نو تل تر تله به دبشريت لپاره ددنيا او اخرت دښېرازۍ سبب وي له همدې امله په دې ليكنه كي ددغه سپېڅلي لارښود ځيني لارښووني بيانوو څو  زموږ ددنيا او اخرت دبرياليتوب لامل سي:

۱: عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الدِّينُ النَّصِيحَةُ ... صحيح مسلم ورقمه : ۸۲
ژباړه: دين دخلګو لپاره دنيك مرغۍ ښودنه كوي. 
تشريح: دانسانانو لپاره دين يوه داسي وسيله ده چي انسانانو  ته داسي ښودنه كوي چي په هغې كي دانسانانو فلاح ، صلاح ، دنيوي او اخروي برياليتوب وي .

۲:...قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ... متفق عليه ورقمه للبخاري ۵۷۰۲ وللمسلم ۴۷۷۹.
ژباړه : انسان به دهغه چا سره مل وي چي مينه ورسره لري.

تشريح: درسول الله صلی الله علیه وسلم  دپورتنۍ مبا ركي وينا مطلوب دادئ چي كوم كس چي دڅه سره مي  لري دهغه سره به وي يعني داچي كه چا دالله جل جلاله  او محمد صلی الله علیه وسلم  سره مينه درلوده په دنيا او اخرت كي به ورسره ملګري وي يعني داچي په دنيا او اخرت دواړو كي الله جل جلاله  به دده ساتنه كوي همدا ډول دمحمد صلی الله علیه وسلم  لارښووني به په دنيا كي دده لپاره دپرمختګ لامل وي او په آخرت كي به دده شفاعت كوي ، او كوم څوك چي دمال سره مينه لري يا دنورو فاحشو شيانو سره مينه لري دهغوى سره به په دنيا او اخرت دواړو كي ملګرى وي يعني داچي دښوو ملنه  مسلمان هوسا او باعزته كوي ،  دبدو ملنه به  مسلمان په دنيا او اخرت دواړو كي رټي.

 دپورتني حديث ښه روښانتيا په نورو حديثونو هم سوې ده چي دبيلګي په ډول دحضرت انس بن مالك رضي الله عنه  حديث رانقلوو چي صحيح مسلم په (۴۹۷۵) شمېره داسي رانقل كړى دئ: يوه ورځ يوه صحرايي كس درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وكړه چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! قيامت به كله وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب كي ورته وفرمايل: دقيامت لپاره دي څه تياري نيولې ده؟ ده په جواب كي ورته وويل:

 كومه تياري او امادګي خو نه لرم مګر دومره خبره ده چي زه دالله جل جلاله  او دده جل جلاله  درسول صلی الله علیه وسلم  سره مينه لرم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل: ته به دهغه چا سره يې چي ته ورسره مينه لري. يعني داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خو به په جنت كي وي ته به هم په جنت كي يې او الله جل جلاله  هيڅكله خپل دوستان دوزخ ته  نه اچوي بلكي حتما نعمتونه وركوي نو تاته به هم نعمتونه دركړي او جنت ته به دي داخل كړي.
 

۳: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الدُّعَاءُ مُخُّ الْعِبَادَةِ. (ترمذي ورقمه ۳۲۹۳)
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : دعا اصل عبادت دئ.

تشريح : دعا دلغت اړخه دبلني په معنا باندي ده او په عمومي ډول دڅه غوښتلو په ځايونو كي استعماليږي او كله يوازي الهي ذكر هم په تعبريږي خو داخبره زياته دپام  وړ ده چي دعا اصلا ددې محمدي امت اعزاز دئ ځكه كعب الاحبار ليكي : په تېره زمانه كي ددعا ځانګړتيا يوازي انبياؤ عليهم السلام درلوده ، الله جل جلاله  انبياؤ عليهم السلام ته امركاوه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم كله چي سيدنا محمد صلی الله علیه وسلم  الله جل جلاله  په پيغمبرۍ ولېږئ نو دده صلی الله علیه وسلم  امت ته يې دا ځانګړتيا وركړه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم.(تفسير ابن ابي حاتم ، تفسير ابن كثير تحت تفسير سورة غافر الاية ۶۰ وايضا تفسير معارف القرآن بحوالتهما)

مفتي محمد شفيع رحمه الله دتفسير مظهري په حواله ليكي: داچي دعا ته اصل عبادت ويل سوى دئ نو موخه ځني داده چي هر عبادت  دعا ده او هره دعا عبادت ده ځكه عبادت دهغه تذلل او عاجزۍ څخه عبارت دئ چي دخپل مولا په وړاندي كيږي او همدا ډول دعا ددغه تذلل ترڅنګ په عاجزۍ سره دخپل مولا ولوري ته  لاسونه اوږدول دي او ددعا تذلل چي لاسونه هم پكښي پورته كيږي تر عبادت زيات دئ ، همدا لامل دئ چي دعا  ته اصل عبادت ويل سوى دئ بله خبره  لا داهم ده چي اصل عبادت له دې امله ورته ويل سوى دئ چي دعبادت موخه دالله جل جلاله  رضا ،  ددوزخ څخه خلاصون او دجنت غوښتل دي ، كله چي څوك دعا كوي همدغه شيانو غواړي نو ځكه دعبادت اصل يا مغز ورته ويل كيږي.

په درنښت مولوي عبدالهادي حماد
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته