تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په حدیث کي د علم څخه مراد کوم علم
 
  January 20, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۵۳)

نوم: فضل الرحمن

د اوسېدو ځاى: (  هندوستان چندی ګر)

سوال : کله د مدیني جانان وایي تاسي علم وکړئ که څه هم په چین کي وي،  ایا ددې څخه مراد یوازي دیني دی او که د نیاوي  هم دی مثال لکه مکتب یاپوهنتون؟ او بل د علم او د تعلیم ددې دووجملوتر منځ فرق سته اوکنه ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په قران او حدیثو کي چي د علم او عالم فضیلت ذکر سوی دی یا علم د حاصلولو امر سوی دی د هغه څخه دیني علم مراد دی یعني د قران او د حدیثو زده کړه او د قران او حدیثو د زده کړي له  پاره لازمي علوم مراد دي. 
دنیوي علوم لکه طب،  انجینري، زراعت او داسي نور د دغو علومو د زده کړي  هیڅ ممانعت نسته ، په څومره اندازه چي ټولنه ورته اړتیا ولري په هغه اندازه ئې زده کړه ضروري او د اهمیت وړ ګرځي، او څومره چي ئې ګټه عامیږي په هغه اندازه ښه او د خیر کار ګڼل کیږي.

عَلِمَ، يَعْلَمُ، عِلماً: پخپله په يو شي پوهيدل .
عَلَّمَ،  یُعَلٍّمُ، تَعْلیماً: د بل چا پوهولو ته وايي.
متعلم زده کوونکي او معلم ښونکي ته وايي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والمراد بالعلم العلم الشرعى الذي يفيد معرفة ما يجب على المكلف من أمر دينه في عباداته ومعاملاته والعلم بالله وصفاته وما يجب له من القيام بأمره وتنزيهه عن النقائص ومدار ذلك على التفسير والحديث والفقه. فتح الباري: ج۱، ص۱۷۰- ۱۷۱، کتاب العلم، باب فضل العلم، مکتبه دارالدیان للثرات. بیروت.

(۲): قال علیه السلام: طلب العلم فریضة علی کل مسلم و قال: اطلبو العلم ولو بالصین اختلف الناس فی ای علم طلبه  فرض؟ قال المتکلمون هو علم الکلام، اذبه یدرک التوحید و یعلم دات الله و صفاته، و قال الفقهاء هو علم الفقه، اذبه یعرف الحلال والحرام والعبادات و قال المفسرون و المحدثون: هو علم الکتاب والسنة اذهما یتوصل الی سائر العلوم. الفتاوي التاتارخانیة: ج۱، ص۱۸۵، مقدمة المؤلف. الفصل الثالث فی فرض العین و فرض الکفایة من العلم. مکتبه رشیدیة کوئټه.

(۳):  فتاوي محمودیة: ج۳، ص۳۰۳. 
 
(۴):عَلِمَ: الشیءَ عرفه و تیقنه، عَلَّمَ: جعله یعلمها. المنجد: ص۵۲۶، علق، علم.

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته