تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګمراهۍ وسايل
 
  May 2, 2012
  0

 رالېږونکی: احمد الله احمدي


د ابي سعید الخزاز څخه نقل دی وايي چي ما ابليس (شیطان) علیه لعنة په خوب کي ولیدئ چي زما څخه ډېر ليري تېرېدئ. ما ور ناري کړل چي ای ابليسه! ولي داسي ليري ليري تېرېږې؟ ده په جواب کي را ږغ کړل چي هغه څه چي زه خلک پکښې ګمراهان کوم هغه تاسو پر ايښي دی نو زما حاجت په تاسو کي نسته. ما ورته وویل چي هغه کوم شی دی؟ ده راته وویل چي هغه دنیا ده (چي په انسان د دیني احکامو څخه لیري کړي).

او بیا يې راته وویل چي په تاسو کي د دنیا څخه ماسېوا یو بل شی هم سته چي زه مو پکښي ګمراهان کوم. ما ورته وویل چي هغه څه شي دئ؟ ده وویل چي هغه د لغړزونو هلکانو او جاهلو فاسقانو سره ناسته او ولاړه ده.
 
ماخذ: نفخة العرب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته