تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قبر عذاب چاته ورکول کيږي؟
 
  May 2, 2016
  0
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام 

 

بسم الله الرحمان الرحيم 

 

 

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

 


قبرداٰخرت له پړاوونوڅخه  اولنۍ پړاو دی که په دې کي څوک کامياب شو،دتل لپاره کامياب دی،که (نعوذبالله من ذلک) ناکام شو، د تل لپاره ناکام دی.

له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي دی داسي ووچي کله به قبرته ودرېده، دومره به يې وژړل چي ږېره به يې لونده شوله، چاورته وويل :ته جنت او دوزخ يادوې، نوته ( دومره) نه ژاړې او د قبرله امله (دومره) ژاړې؟

نوحضرت عثمان رضی الله عنه وفرمايل چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي: چي قبر د آخرت له منازلو څخه لومړنۍ منزل دی. که څوک دقبر (له عذابه) خلاص شو، نووروسته حالت تردې آسان دی او که څوک ترې خلاص نه شو، نو وروسته حالت يې تردې زيات سخت دی.

اوحضرت عثمان رضی الله عنه فرمايلي  چي رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي:ماهيڅکله (وېرونکی) منظرنه دی ليدلی مگر قبر ترهغه زيات وېروونکی وي.(رواه الترمذي وابن ماجة وقال الترمذي هذاحديث غريب،مشکات :۲۶ج۱)

ځيني داسي کارونه دي چي څوک  هغه کارونه کوي،الله پاک هغه ته په قبرکي  عذاب ورکوي موږ يې دلته رانقل کوو، ددې لپاره چي ځان ترې وساتل شي چي د قبردعذاب مستحق ونه گرزو. هغه دادي:

۱:کفر او شرک.
۲:چُغلگري.
۳:غيبت
۴:له خپلو بولو څخه ځان نه ساتل.
۵: دُرواغ چي په خلگو کي  مشهور شي.
۶:له قرآن کريم څخه دشپې وېدېدل او د ورځي عمل نه ورباندي کول.
۷:زنا.
۸:سود.
۹:د مېلمه له حقه انکارکول.
۱۰:په غنيمت اوبيتُ المال کي خيانت کول.
۱۱:بې اودسه لمونځ کول.
۱۲:د مظلوم سره مرسته نه کول.
۱۳:نارينه چي د ښايست داسي سامان  استعمالوي  چي د هغه استعمال د نارينه لپاره روا نه وي.
۱۴:هغه ښځي چي د ښايست داسي شيان  استعمالوي  چي د زنانه لپاره د هغه استعمال جائز نه وي.
۱۵: لواطت کول.
۱۶:حرام خوړل.
۱۷:د يتيمانو مال خوړل.
۱۸:د لمانځه پرېښودل.
۱۹:د زکات نه اداکول.
۲۰:هغه خاوندچي خپله ښځه پرېږدي چي د بل چاسره  بدکاري وکړي اوهغه ښځه چي خپل  خاوند ته اجازه ورکړي چي بدکاري وکړي.
۲۱:هغه خطيبان چي خلگو ته تقريرونه ددې لپاره کوي چي خلگ له صحيح دين څخه واړوي.
۲۲:د خلگو په عزتونو کي لوېدل.
۲۳:صحابي ته بد نسبت کول.
۲۴:بې عمله خبري.
۲۵:روژه ترخپل وخت مخکي ماتول.
۲۶:هغه ښځه چي له خپل اولاد څخه بې موجبه شېدې بندي کړي.
۲۷:شراب څښل.په دې کي نور نشيې توکي استعمالول هم داخل دي. يعني که څوک نوري نشې کوي، دهغوی لپاره به هم د قبرعذاب وي.
۲۸:غلا.
۲۹غلطه عقيده.
۳۰:د مسلمان ناحقه وژل.
 

دا گناوي په هغو روايتونو کي ذکرشوې دي چي علامه سيوطي رحمه الله په شرح الصدورص:۶۶ـ۷۶) کي ذکرکړي دي.
 
الله پاک دي توفيق راکړي چي له دغو کارو څخه ځان وساتو،چي د الله پاک دعذاب مستحق نه شو.آمين
وصلی الله علی نبينامحمد و علی آله واصحابه اجمعين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته