تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشکل په موږ کي وي (لنډه واقعه)
 
  May 8, 2014
  0

 ژباړه او لنډون: حمدالله حلمیار

سرچینه: تعلیم الاسلام راډيو

یو سړی د غوږونو یوه ماهر ډاکټر ته ورغی او د خپلي کورودانې (مېرمني) د غوږو په اړه یي ورته وویل: ډاکټر صیب! مېرمن مي په غوږو لږ درنه ده... خو زه ویریږم چي بیخي کڼه نشي...نو که کوم علاج درته معلوم وي.


ډاکټر ورته وویل: ته باید لومړی د خپلي کوروالا د اواز اوریدلو اندازه معلومه کړې چي په څو متره فاصله کي ستا اواز اوریدلای شي، نو ته داسي وکړه... له څلویښت متره څخه دي ښځې ته پخپل نورمال اواز ناره ور وکړه که یي واوریده خو ښه او که نه نو بیا له دیرش متره ورته اواز وکړه، که یي واورید خو ښه خبره ده کنه بیا همداسي ورنزدې کیږه تر څو دقیقه اندازه درته معلومه شي.
 
سړی چي کورته راغی،  ښځه یي په پخلنځي کي په پخلي لګیا وه. ده هم فکر وکړ چي همدا د امتحان لپاره ښه موقع ده نو تقریباً له څلویښت متري څخه یي ښځې ته اواز وکړ: ګرانې نن غرمې ته دي څه پاخه کړي!؟
 
ځواب یي وانه وریدی لس قدمه ورمخته شو او بیا یي اواز وروکړ: ګرانې! غرمې ته دې څه پاخه کړي؟
 
چي بیا یي ځواب وانه ورید نو لس نور قدمه ورنزدې شو چي بیا یي اواز وانه وریدی نو بیخي نژدې ورغی او له څو قدمي څخه یي اواز ورته وکړ: ګرانې! نن غرمې ته دې څه پاخه کړي؟
 
ښځه یي موسکۍ شوه او ورته ویي ویل: ګرانه خو دا مي څلورم ځل ده چي درته وایم قورمه مي پخه کړې خو ته بیا هم پوښتې!
 
(اصلاً خاوند کوڼ وو! د خپلي مېرمني ږغ یې نه اورېدی خو فکر یې دا وو چي مېرمن مي کڼه ده!)

نتیجه: ډیر ځله مشکل یو ځای وی او موږ بل ځای ته ټککه شوي یو نو ځکه یي ویلي چي د مشکل درک کول د مشکل نیمایي حل ده، تل باید د مشکل به درک کولو کي دقیق و اوسو.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته