تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ختم النبوت یو څو دلایل (۱)
  تعلیم الاسلام
  October 16, 2016
  0

 لیکنه: حمید الرحمن حمیدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
لومړى مبحث : قرآني دلائل 
 
په ختم النبوت باندې د قرآن کريم څخه دليلونه په مختلفو طريقو او شکلونو سره راغلي دي چې هر يو به ئې په مفصل ډول تشريح شي ان شاء الله . 
 
اول دليل : په ختم النبوت باندې تصريح :
 
الله (جل جلاله ) فرمائې:﴿ مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا﴾. (سورة الاحزاب ، آيت ٤٠)
 
ترجمه :  نه دى محمد ( صلى الله عليه وسلم ) پلار د هيچا د نارينو ستاسو نه ليکن رسول د الله تعالى دى او آخري دى د پيغمبرانونه)
 
په پورته ايات کريمه کې ښکاره دليل دى په ختم نبوت د نبي (عليه السلام)  باندې چې د پخوانيو انبياؤ سلسله په نبي (عليه السلام)  باندې پایته ورسيده او د نبي کریم (عليه السلام)  نه وروسته بل نبي اورسول نه راځې او دغه پورته معنى مفسرينو د اسلام د اول وخت څخه تر نن ورځي پوري فهم کړې ده . 
 
۱- مشهور مفسر امام ابوجعفر الطبري (رحمة الله عليه) په تفسير ددې ايات کې وائې : الله (جل جلاله ) فرمائې اي خلکو نه دى نبي (عليه السلام)  پلار د زيد بن حارثة او نه پلار د يو تن د نارينه ؤ ستاسو نه هغه نارينه چې د محمد ( صلى الله عليه وسلم ) نه نه دي پيداشوي چې حرامه شي په نبي (عليه السلام)  باندي نکاح د ښځي د هغه پس د جداوالي د ميړه نه ليکن محمد ( صلى الله عليه وسلم ) د الله (جل جلاله )  رسول او آخري پيغمبر دى هغه شانته پيغمبر دى چې نبوت ورباندې ختم شوى ، پس نه به ورکول کيږي منصب د نبوت هيچا ته وروسته د نبي (عليه السلام)  نه تر راتلو د قيامت پوري او الله (جل جلاله ) په هر څه ستاسو د اعمالو او اقوالو (( ويناوو )) او نورو اشياء څخه خبردار دى او نه پټيږي په الله (جل جلاله ) هيڅ شى ، او بيا د قتادة قول ذکر کوي چې د (( خاتم النبيين )) معنى دا ده چې نبي (عليه السلام)  د نورو انبياء آخري نبي دى. (١) 
 
۲- حسين بن مسعود الفراء البغوي (رحمة الله عليه) وائې ( وخاتم النبيين ) ((ختم الله به النبوة )) يعني الله (جل جلاله ) په ده ( صلى الله عليه وسلم ) باندې پيغمبري ختمه کړې او يو روايت د ابن عباس (رضى الله عنه) دى چې د الله (جل جلاله ) اراده بيا داسي وه که چېرته ما په نبي (عليه السلام)  د نبوت منصب نه ختمولى نو ما به د نبي کریم (عليه السلام)  لپاره نارينه زوی ورکړی ؤ چې دده نه وروسته به نبي وای. (٢) 
 
۳- محمود بن عمر الزمخشري (رحمة الله عليه) د (وخاتم النبيين) ايات په باره کي وائې: که چيرته د نبي (عليه السلام) بالغ زوی چې رسيدلى واى مرتبې د سړيو ته هغه به پيغمبر ؤ او نبي(عليه السلام) به خاتم النبيين نه ؤ. (٣) 
 
۴- فضل بن حسن الطبرسي د ( وخاتم النبيين ) آيات په باره کې وائې : 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  آخري نبي دى د نبوت سلسله په ده باندې ختمه شوې او دده شريعت د قيامت تر ورځي پورې باقي دى او د ا د نبي کریم (عليه السلام) لپاره فضيلت او بهتري ده چې د ټولو انبياء  او رسولانو دجملى څخه نبي (عليه السلام) په دې بهترۍ سره خاص کړى شو. (۴) 
 
۵- عبدالرحمن بن علي بن محمد بن الجوزي د ( وخاتم النبيين ) ايات مبارکه په تفسير کې وائې : خاتم النبيين چې څوک په کسري د (تا) سره وائې نو د هغي معنى دا شوه ( د انبياؤ د سلسلي ختموونکی ) او څوک چې په فتح د (تا) سره وائې نو معنى دا شوه ( روستنى ) آخري د انبياؤ . (۵)  
 
بيا ددې خبرې په تائيد کې یې د ابن عباس (رضي الله عنه) قول ذکر کړى چې مخکي بغوي (رحمة الله عليه) ذکر کړى ؤ . 
 
۶- ناصرالدين البيضاوي د ( وخاتم النبيين ) ايات باره کې داسي وائې :  نبي (عليه السلام)  وروستنى پيغمبر دى چې د نبوت سلسله ئې پای ته ورسوله يا په ده باندې سلسله د انبياؤ پائي ته ورسيده (۶) 
 
۷- ابوالفدا اسماعيل بن کثير (رحمة الله عليه)  وائې دا آيات ( ماکان محمد ...الخ ) ښکاره دليل دى په دې خبره باندې چې د محمد ( صلي الله عليه وسلم ) څخه وروسته بل نبي نشته او هر کله چې بل نبي نشته نو بل رسول خو په طريقه اولى سره نشته ځکه مقام د رسالت خاص دى تر مقام د نبوت نه نو هر رسول نبي دى او عکس نشته او په دې خبره باندې د نبي (عليه السلام) څخه ډير متواتر احاديث د يوې ډلې د صحابه کرامو څخه راغلي دي. (۷) 
 
۸- علاء الدين علي بن محمد بن ابراهيم المعروف بالخازن وائې : الله تبارک وتعالي په نبي (عليه السلام)  باندې نبوت ختم کړو دده نه وروسته به بيا نبوت نه وي . (۸) 
 
۹- محمد جمال الدين القاسمي وائې : د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په بعثت سره د نبوت منصب ختم شو ځکه هغه د ټولو لپاره نبي دى او مصداق د ختم النبوت ښکاره کيږې په نا اميدي د هغو کسانو سره چې هغوی د عوى د نبوت کړې ده د نبي (عليه السلام)  نه وروسته تر قيامته پوري. (۹) 
 
دا پورته چې ذکر شول د ا د مفسرينو ويناوي وې په معنى د ايات د ختم النبوت کې دا ټول داسې ښکاره او واضحه اقوال دي چې په ښکاره کولو د مراد کې بلکل واضحه دي او مراد زمونږ دا دى چې د نبوت يا پيغمبرۍ سلسله ختمه شوې په نبي (عليه السلام)   باندې او نبي (عليه السلام)  آخري پيغمبر دى او په مفسرينو کې هيچا ددې قول خلاف نه دى کړى . 
 
۱۰- په ايات د ( خاتم النبيين ) کې دوه قرأته دي ، اول قرأت ( خاتِم ) په کسري د ((تا)) سره او دوهم قرأت : (خاتَم) په فتح د ((تا)) سره مفسرين وائې چې قرأت د کسري د ((تا)) دا د جمهورو قرأت دى همدارنګه د ښارونو والا ؤ قرأت هم دى او قرأت په فتح سره په مابين د قاريانو کې لږ استعماليږي همدا وجه ده چې مفسرين دغه قرأت يو څو قاريانو ته منصوبوي لکه عاصم ، حسن ، او ابن عامر او د کسري د قرأت لپاره علامه طبري (رحمة الله عليه) قرأت د ابن مسعود (رضي الله عنه) د تائيد لپاره پيش کړى دى هغه داسې وائي : (ولکن نبيا ختم النبيين) بيا وائې قرأت د ابن مسعود (رضي الله عنه)  دليل دى په صحت د قرأت د کسرى سره نو معنى دايات دا شوه :
 
 ( فطبع عليها فلا تفتح _ اي النبوة لاحد بعده ( صلي الله عليه وسلم )_ الى قيام الساعة ) (۱۰) 
 
ژباړه : په منصب د نبوت باندې مهر ولګيدو نه به خلاصيږي يا نه به کلاؤ کيږي نبوت د هيچا لپاره د محمد ( صلي الله عليه وسلم ) نه وروسته تر قيامته پورې . 
 
او امام بغوي (رحمة الله عليه) وائې ابن عامر او عاصم خاتم په فتحي سره قرأت کړى چې دا اسم دى په معنى د آخر يا وروسته سره دى ( اي آخرهم ) او نورو په کسري سره قرأت کړی چې دا فاعل دى ( لانه ختم به النبيين فهو خاتمهم ). (۱۱) 
 
ان شاء الله نور بیا.............
 
 
اړوند:
 
ختم نبوت کے موضوع پر چہل حدیث
 اخري نبي او آخري امت (الحدیث)
 
-----------------------------
(١) ابوجعفر، محمد بن جريرالطبري ، جامع البيان عن تاويل القرآن ، ج ٢٢، ص ١٦، مطبعة دارالکتب المصرية ، طبعة الاولي . 
 
(٢) حسين بن مسعود الفراء البغوي ، معالم تنزيل ، ج ٦، ص ٥٦٥، مطبعة المناربمصر، الطبعة الاولي ، مطبوع مع تفسير ابن کثير . 
 
(٣) محمودبن عمرالزمخشري ، الکشاف، ج ٣، ص ٢٣٩، مطبعة مصطفي محمد،الطبعة الاولي . 
 
(۴) ابوعلي ، فضل بن حسن الطبرسي ، مجمع القرآن في تفسير القرآن ، ج ٢٢، ص ١٤٨، مطبعة دارمکتبة الحياة ، بيروت . 
 
(۵) ابوعبدالرحمن بن علي بن محمد الجوزي ، زادالمسير ، ج ٦، ص ، ٣٩٢، طبعة المکتب الاسلامي بدمشق ، الطبعة الاولي . 
 
(۶) ناصرالدين البيضاوي ، انوارالتنزيل واسرار التاويل ، ص ٥٥٩ ، المطبعة العثمانية المصر . 
 
(۷) ابوالفدا ، اسماعيل بن کثير الدمشقي ، تفسيرابن کثير، ج ٣ ، ص ٤٩٣ ، مطبعة الاستقامة بالقاهرة ، الطبعة الثالثه . 
 
(۸) خازن ، علاء الدين بن محمد ، کتاب التاويل في معاني التنزيل ، ج ٣ ، ص ٦١١ 
 
(۹) محمد جمال الدين القاسمي ، محاسن التاويل ،ص ٣٨٦٦ ، ط، دارالکتب العربية بمصر، الطبعة الاولي ، تحقيق محمد فواد عبدالباقي .
 
(۱۰) تفسيرطبري ، ج ٢٢ ، ص ١٦
 
(۱۱) معالم التنزيل ، ج ٦ ، ص ٥٦٥ 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته