تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام راډيو په زابل کي نشرات پیل کړل
  تعلیم الاسلام
  December 4, 2016
  0
 
 
اداره
 
تعلیم الاسلام راډيو ادارې د وعدې سره سم ، د الله پاک په نصرت په زابل ولایت کي تر امتحاني نشراتو وروسته رسمي نشرات پیل کړل.
 
تعلیم الاسلام راډیو لکه څنګه چي یې هیوادوال د نامه سره اشنا دي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي راډیو ده، په ۱۳۸۷ کال کي په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته نشرات پیل کړه، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادو ورسیدی. فعلاً په اوو ولایتونو کي څانګي لري.
 
تقریباً د تیرو درو کلونو راهیسي د زابل ولایت متدینو مسلمانانو د تعلیم الاسلام ادارې څخه د څانګي غوښتنه کول بالاخره تیره اونۍ يې په زابل ولایت قلات ښار کي خپل امتحاني نشرات پیل کړل چي د زابل ولایت متدین ولس يې تود هرکلي وکړی او په ژوندیو خپرونو کي يې د نهايي زیاتي خوښۍ اظهار کاوه.
 
تیره ورځ شنبه پر (۱۳۹۵/۹/۱۳) نېټه يې خپل رسمي نشرات پیل کړل چي په ښار داخل او نژدې ولسوالیو کي پر ۸۹،۳ ایف ایم څپو اوریدل کیږي.
 
د زابل ولایت متدین ولس ته ددې اسلامي راډیو د پرانیستلو مبارکي وایو، رب العزت جل جلاله دي تعلیم الاسلام راډیو تل کامیابه لري او الله پاک دي د زابل ولایت مسلمانانو ته توفیق ورکړي چي ددې راډیو سره خپل علمي، نظري او اخلاقي مرستي جاري وساتي.
 
تعلیم الاسلام راډیو اسلامي، تربیتي، تعلیمي، تفریحي او علمي خپروني لري. پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو کي مثبت بدلون راغلی او په زیاتو کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، پوهي، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې. تعلیم الاسلام راډیو په اونۍ کي تر ۸۰ زیاتي ګټوري علمي خپروني نشروي چي د ټولني د مستندو علماء کرامو او مستعدو ځوانانو لخوا په رضاکاره ډول ترتیب کیږي.
 
ان شاءالله په راتلونکو څو اونیو کي به په بولدک ولسوالۍ کي هم د تعلیم الاسلام راډیو نشرات پیل سي. 
 
الله عزوجل دي د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او همکارانو ته ښه بدله او د اړوند چارو ښه توفیق ورکړي چي افغانانو ته یې د دین صحیح پوهه د دوی تر کورونو او کارځایونو ورسول.
 
په ټولنه کي ددغسي علمي او دعوتي کارونو ډير قدر کول په کار دی، نور تفصیل او د خلګو لخوا د څانګي د پرانیستولو وړاندیزونه پر ویب پاڼه او رسمي فیسبوک صفحه کتلای سی.
 
الله تعالی دي ټولو دیني ادارو ته د نیکو کارونو توفیق ورکړي.
 
تعلیم الاسلام راډيو زابل- ۸۹،۳ ایف ایم
 
مخکنۍ خبرتیا په تفصیل سره دلته لوستلای سی:
تعلیم الاسلام راډیو په زابل او سپين بولدک کې هم نشریات پیلوي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته