تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سید قطب رحمه الله کورنۍ او ژوند
  تعلیم الاسلام
  September 23, 2017
  0

لیکنه: نور الدین یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د ارواښاد شهید سید قطب رحمة الله علیه کورنۍ او پیدایښت

د ارواښاد شهید سیدقطب رحمة الله علیه اصلي نوم (سید) دی. دده کورنی نوم (قطب ) دی، پدې معنی چې نوم یې سید او کورنی نوم يې قطب دی، د سید قطب پلرونه او نیکونه له (اره) د جزیرة العرب اوسیدونکي وو. دده د کورنۍ یو مشر له هغه ځایه مصر ته را استول شوی و، د هغه له ځوځات نه یو هم د ارواښاد شهید سید قطب رحمة الله علیه محترم پلار حاجي ابراهیم قطب و.

د حاجي ابراهیم قطب پنځه اولادونه وو، چې دوه یې زامن وو، چې ارواښاد شهید سید قطب رحمة الله علیه او محمد قطب ول او درې یې لوڼې وې، چې هره یوه حمیده قطب ، امنه قطب او د درېیمې لور نوم یې مونږ ته څرګند نه دی. شهید سید قطب رحمة الله علیه په ټولو خویندو او وروڼو کې مشر ؤ، د هغه کشر ورور محمد قطب هم د پوهې او فضل خاوند دی.

تر اوسه پورې یې تر یوولسو زیات کتابونه د اسلام  پر بیلابیلو اړخونو لیکلي دي، چې د لوستونکو له ډیرې ستاینې سره مخامخ  شوي دي او د اسلامي نړۍ د علمي او سیاسي نهضتونو پام یې ځانته را اړولی دی.

امنه قطب هم ډیره تکړه، مبارزه او لیکواله میرمن وه، له خپلو مبارزو وروڼو سره یې اوږه پر اوږه جهاد ته د خلکو په هڅولو کی برخه اخستې ده. د هغې اصلاحي او ټولنیزې لیکنې په ګڼو ژبو خپرې شوي دي، د هغې د اصلاحي افسانو مجموعه د (في تیارالحیاه) په نامه خپره شویده، د هغه بله خورحمیده قطب هم د هغوی د سیاسي او ادبي ژوند په ځغل کې تر هغو بیرته نه ده پاتې شوې.


د قطب د کورنۍ هر فرد د اسلامي نړ‌ۍ د سیاست او ادب د اسمان ځلانده ستوری دی، د دوې د کورنۍ په هکله ډیر په ځای ده، چې سړی ووايي (این خانه همه افتاب است) رښتیا هم چې ددې کورنۍ د علم او پوهې د لمر وړانګو د اسلامي نړۍ ګوټ، ګوټ روښانه کړ.

د سختیو او ازمایښتونو لړۍ

په صبر، زغم او ازمیښت کې هم دې کورنۍ د شلمې پيړۍ په بحران کې د خپلې ګروهې په وړاندې خپله  تاریخي ازموینه په پوره بریالتوب او هغه هم په لومړۍ درجه سرته ورسوله، هغوی د مسلمانانو په ذهنونو کې د (یاسر) د کورنۍ د سرښندنو مثال بیرته را ژوندی کړ.

تر دې چې ارواښاد شهید سید قطب رحمة الله علیه له خپلې اسلامي ګروهې سره د مینې په ازمیښت کی د سولې پر تخته هم مسکا کوله او محمد قطب د ناصري زندان د تورو سمڅو تر شا هم د اسلام د دښمنانو په کم عقلۍ او ناپوهۍ پورې خندل.

د زندان ډول ډول سختیو او خواریو او د ژوند ګډو وډو حوادثو او توپانونو له اسلام  سره د هغه په زړه کې د مینې د بل اور سکروټې ایرې نکړای شوې، حمیدې قطب ته هم ددغې مینې په بدل کې د زندان اوه کاله وژونکی ژوند په سوغات کې ورکړل شو. امنې قطب ته هم د بد بختیو او بدمرغیو له دغې خزانې نه تر خپلو خویندو او وروڼو کمه برخه ونه رسیدله. درېیمې خور چې د ژوند پیښې یې په څرکنده ډول موږ ته ښکاره نه دي، د حق  په دغه لار کې د خپل زړګي ټوټه (سید رفعت) نومی ګلالی زلمی زوی  د خپلې ګروهې د سر صدقه کړ، چې د جلادانو شلاخو او غمچینو هغه ته د الله جل جلاله د لارې د مین شهید نوم وروباښه.

ارواښاد شهید سید قطب (رحمة الله عليه) له نن څخه یو سلو شپږ کاله پخوا د مصر د یو کلي په کلیواله  سیمه کې چې اسیواط (موشه) په مختلفو روایاتو سره راغلی دی، په یوې دینداره، متدینې او اسلام مینې کورنۍ کې سترګې دې فاني او مؤقتي ازماییښتي نړۍ ته پرانستې، البته د پیدایښت دقیقه  او څرګنده نیټه یې د ده په ټولو لیکل شوو کتابونو او همدارنګه نورو علماؤ چې د سیدقطب په ژوند او افکارو باندې څیړنې کړیدي، دقیقآ یې هغه ۱۹۰۶زیږدیزکال ښودلی دی.

په حقیقت کی د اسلامي امت لپاره په هغه وخت کي ورته داسي اړتیا وه لکه څنکه چی د یوه سالم سیاسي لیډر ته ضرورت وینو بناً په په کومه سیمه کي دی نړۍ ته راغلی وه هلته ډیر بدحالت  یعنی دده د پیدایښت سر سم د وخت فرعونیان مخ په ذلت شول دده د تولد سرسم د عربو د سیمي څخه د جهالت وریځي ټولي شوې او د اسلام ځلاندو ستورو خپل ځلا مخ په پیل کیدو شوه. (مونږ څه وايو؟ ص۱۲-۱۴)( د اسلام لار: ص۷)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته