تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیوبند لومړنی محصل محمودالحسن رح
  تعلیم الاسلام
  November 14, 2017
  0

لیکوال: میاخیل حشمت الله الافغانی غفرله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د تحریک آزادی عظیم مجاهد شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي رحمه الله په نړيواله سطحه يو محدث جلیل، عالم رباني، مُجاهد فِی سبیلِ الله، مفسر قران، فقيه او پياوړی مجاھد تير شوی دی چې د زهد او تقوی يوه نمونه وه.

 

 پيدايښت
 شیخ الهند مولوي محمود الحسن دیوبندي رحمه الله د محترم مولوي ذوالفقار علي دیوبندي رحمه الله زوی دئ، چي د پلار له طرفه ئې د نسب لړۍ حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته رسېږي، په ۱۲۶۸ هـ کال د هند د بریلي د ضلع په يوه علمي او درنه کورنۍ کي ئې دنيا ته سترگي وغړولې.

 

 زده کړه او تعليم
 شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي رحمه الله خپلي لومړنۍ زده کړي په ۶ کلنۍ کي د قرآن کریم څخه پيل کړې، لومړی ئې له میاں جی منگلوري صاحب څخه د قرآن کريم زیات حصه وویل، وروسته ئې قرآن کريم او فارسي او اولني کتابونه د مولوي عبداللطیف صاحب ر حمه الله څخه وويل ، د ھغې نه بعد یې ابتدائي عربي کتابونه د خپل اکا (کاکا) مولوي مهتاب علی صاحب نه وویل.

 

 شیخ الهند رحمه الله د خپل تعليم پاته لړۍ په ۱۲۹۰ ھ کال د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله پر لاس د فضیلت پګړۍ پر سر کړه او داسي نورو مشهورو عالمانو څخه پوره کړه.

 

 بيعت او سلوک
 له ديني زده کړو څخه تر فراغت وروسته په دیوبند کی استاد شو او ۳۵ کال یې د درس او تدریس خدمت تر سره که او په ۱۲۹۴ ھ کال کی د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوي محمد قاسم نانوتوي رحمه الله سره د بيت الله سفر وکړ په او په همدې وخت کي ئې د بيت الله حج هم ادا کړ او له حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول. شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي رحمه الله په فقه، تفسير، حديث، تصوف، تجويد، جھاد، عقايد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره په ټولنیزه، تمدني، سياسي برخه کي لوی خدمات لري.

 

 تصانیف
شیخ الهند رحمه الله په علم تفسير ، حديث ، فقه ، او نورو کې کتابونه ليکلی دي چې مشهور يې په لاندې ډول دي:
 قرانکریم ترجمه (تفسیر کابلی) ، ادله کامله ، ایضاح الادله، احسن القری ،جهد المقل، الابواب والتراجم، حاشیه مختصر المعانی، تصحیح ابو داؤد، سیاسی خطبات او مختلفي فتاوی ھم لري.

 

مشهور شاګردان


شیخ الهند رحمه الله ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي:


 شیخ العرب و العجم حضرت مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله
 امام العصر حضرت مولانا علامه محمد انور شاه کشمیري رحمه الله
 حکیم الامت حضرت مولانا شاه اشرف علی تھانوي رحمه الله
 امام انقلاب حضرت مولانا عبیدالله سندھي رحمه الله
 ابوحنیفه هند حضرت مولانا مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله
 شیخ الادب والفقه حضرت مولانا اعزاز علي رحمه الله
 شیخ التفسیر حضرت مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله
 ادیب لبیب حضرت مولانا حبیب الرحمن رحمه الله
 شیخ الاسلام حضرت مولانا علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله
 مبلغ اعظم حضرت مولانا محمدالیاس کاندھلوي رحمه الله 

 

مړينه
 شیخ الهند رحمه الله په ۱۳۳۹هـ ق کي د ربیع الاول د مياشتي پر ۱۸ نېټه د ۷۹ کلونو په عمر کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوي محمد قاسم نانوتوي رحمه الله د قبر تر څنګ په قبرستان قاسمي کی دفن کړل شو.

 

 انا لله وانا الیه راجعون

 


 

اړوند لیکني:

د دارالعلوم دیوبند پیژندنه

د دارلعلوم دیوبند علماء کرام

محمود الحسن دیوبندي رحمه الله

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته