تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظلم بنسټ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 6, 2018
  0

حمد الله حملیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 منذر بن محمد بن عبدالرحمان چي په ابوالحکم سره مشهور وو، د اوسنۍ هسپانیې (تاریخي اندلس) شپږم اموي خلیفه وو، نوموړي دوه کاله خلافت کړی؛ خو د خلافت په دوران کي ئې ځیني داسي واقعې سته، چي په یادولو ارزي.

 

 د منذر زوی چي دده ولیعهد هم وو یو یهودی کس قتل کړ، د باچا پر زوی محکمه پیل سوه، منذر چي زوی ئې ډېر ورته ګران وو او پر دې سربیره ئې د خلافت مهم کس وو؛ ځکه ئې نو د شپې د مقتول کور او د قضیې قاضي ته بې شماره زیورات او مال دولت وروړی، یهودیان د پیسو له پاره هر څه ته اماده وي، نو دوی هم تر دعوه تیر سول. منذر ډېر خوښ وو، چي خپل ګران زوی ئې د مرګ له کومي ژغورلی، د مقتول کورنۍ او ټولو درباریانو ته ئې د یوې عظیمي مېلې فرمان ورکړ... 

 

کله چي ټول مېلمانه حاضر سول، نو منذر پاڅېد او ناست کسان ئې مخاطب کړل: زه اعلان کوم چي زما زوی قاتل دئ، زما ګران او يواځنی زوی بې ګناه نه دئ... زه نه غواړم چي د ظلم او جبر یو نوی بنسټ کښېږدم، نه غواړم سبا هر څوک له قدرت او مال څخه په استفاده بیګناه کسان ووژني او دوی بیرته ازاد ګرځي...

 

توره ئې له تیکي وایسته د خپل ګران زوی سر ئې چي ولیعهد ئې هم وو، له تنې بېل کړ...

 

منذر څو میاشتي د ګران زوی په غم کي کړېدی، چي بالآخره ئې عقلي او اعصابي توازن له لاسه ورکړ او له څو میاشتي کړاوجنو شپو پس ئې ژوند پای ته ورسېد، 

 

خو د تاریخ پاڼو کي تلپاتی ژوندی پاته سو.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته