تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول ﷺ اقتصادي حالت او مجالس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 13, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۸ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسول الله ﷺ غريب او مسکين لوى سو مال يې نه درلودى، هو محمّد ﷺ په نسب مشرف او معزز دى خو د مال خاوند نه ؤ او  د دې سبب چي د ده کورنۍ مال نه درلودى دا ؤ: چي د عبدالمطلب کورنۍ د حاجيانو د خوراک او څښاک مسئوله وه، يعني: د حاجيانو د خوړلو او څښلو مصاريف چي رِفاده او سِقايه ورته ويل کېده د دوى پرغاړه وه، نو ځکه زيات مال نه ور سره پاته کېدى، د سخا او ډوډۍ ورکولو په سبب د دوى سره هيڅ مال نه ؤ او سخيان هميشه غريبان وي، يو مثال يې حاتمِ طايي دى چي په عربو کي ډير مشهوره سخي ؤ خو دئ د سخا په واسطه ډير غريب ؤ ځکه په لاس کي يې شئ نه پاته کېدى، د عبدالمطلب هم دغه حال ؤ د سخا او ورکړي په سبب يې څه نه درلودل. 


دا چی حضرت محمّد ﷺ غريب او مسکين لوى سو په دې کي هم الْهي مقصدونه وه، چي د هغو مقصدو څخه يو دا ؤ چي د مسکين او محتاجه په حال خبر وي، د رسول الله ﷺ ژوند د غنيانو او مال دارانو پر قسم نه ؤ چي د غریبانو او مسکینانو د حال څخه بې خبره وي، هو غني به د خپله ماله څخه يوه غريب ته يو څه ور کړي خو بيا هم د ده ژوند هوسا او  آسوده وي د غريبانو هغه حقيقي درد او احتياج نه ور معلوميږي، نو ځکه الله جل جلاله  دئ ﷺ د کوچني والي څخه په يتيم والي او غريبۍ کي تربیه کړی، دا ټول الْهي حکمتونه دي چي الله جل جلاله  خپل رسول د رسالت د رسولو دپاره آماده کوي.  


په لویو مجالسو کي ناسته ولاړه
کوم وخت چي د رسول الله ﷺ مور وفات سوه د ده ﷺ تربيه د ده نيکه عبدالمطلب پر غاړه واخستل او  دا چي د ده ﷺ تربيه د عبدالمطلب پر لاس سوه په دې کي هم لوى حکمت ؤ، هغه دا چي عبدالمطلب د قريشو سردار او د مکې مکرمې رئيس دى، همېشه به د قريشو او د نورو قبائلو مشران او سرداران د ده په مجلس کي ناست او حاضر وه، په دې مجلس کي به د لويو لويو کارو د پاره تصميمونه نيول کېدل او فيصلې به کېدې او د حضرت محمّد ﷺ عمر شپږ کاله دى، نو د ده ﷺ د تعليمي ژوند شروع په دې سره وسوه چي و ويني د خلكو سره څه قسم ګذاره او معامله، راشه درشه کيږي، او د لویو لویو کارو فیصلې څه قسم کیږي، طبيعتاً د دغه عمر هلکان په دغسي مجلسو کي نه کښيني او د لوبو د پاره ولاړيږي، خو رسول الله ﷺ به همېشه په دغه مجلس کي ناست ؤ او نه به ولاړېدى، دا د الله جل جلاله  إراده وه چي محمّد ﷺ پوه سي چي د خلكو سره  بايد څنګه ژوند وسي، يواځي دا نه چي د غريبانو او صحرايي عربو سره په  ژوند کولو پوه سي بلکه د سردارانو او د قومو د مشرانو سره هم بايد په ژوند پوه وي، نو دئ ﷺ به همېشه د عبدالمطلب په مجلس کي حاضر ؤ.


 د تاريخ په کتابو کي ذکر سوي دي چي د عبدالمطلب د ناستي د پاره وکعبې شريفي ته نژدې او د کعبې شریفي په سايه کي ځاى سمېدى، هلته به يې د عبدالمطلب د پاره فرش آوار کړى نو د عبدالمطلب زامن او نور قريش به هلته په انتظار  ولاړ  وه هيڅوک به نه کښېنستى تر څو چي عبدالمطلب به راغلى هغه به کښېنستى بيا به دا نور کښېنستل، ځکه عبدالمطلب د مکې مکرمې عمومي مشر او رئيس ؤ، مګر رسول الله ﷺ چي په عمر هم لږ او کوچنئ ؤ تر عبدالمطلب د مخه به راغلى او هلته به پر هغه فرش کښېنستى، اکاګانو به يې کوښښ کاوه چي دئ ﷺ د دغه کاره څخه منعه کړي او  د دغه فرش څخه يې ولاړ کړي مګر عبدالمطلب چي به راغلى ويل به يې: پرې يې ږدى په ده کار مه لرى په والله دغه زوى لره مي يوه درجه او مقام سته. 


نو رسول الله ﷺ به همېشه د عبدالمطلب په مجلس کي ناست او حاضر ؤ او تاسي پوهېږى چي دغه مجلس ته به همېشه مشران، مخور او د نورو ځايو څخه ډلي راتلې او  رسول الله ﷺ دوه کاله په دغه مجلس کي کښېنستى او  دا يې هم زده کړل چي د قومو د مشرانو سره څه قسم معامله او خبري کيږي.


کوم وخت چي د رسول الله ﷺ عمر اته کاله سو عبدالمطلب هم وفات سو چي دا د محمّد ﷺ دپاره بل وار يتيم والى ؤ، د مخه خو دئ ﷺ د پلار د طرفه يتيم ؤ، مګر هغه يتيم والى شعوري او فکري ؤ ځکه ده ﷺ خپل پلار نه ؤ ليدلى مګر د عبدالمطلب په وفات سره د ده ﷺ يتيم والى حقيقي، ډير سخت او مشکل ؤ ځکه دا د خپل مهربانه نيکه نېستي والى ؤ، هغه نيکه چي د کعبې شريفي د دېواله سره به ناست ؤ او  د ده ﷺ سره به يې شفقت او مهرباني کول، ناز به يې ورکاوه او  ده ﷺ د نيکه په وجود کي د پلار نه درلودل نه حسول، هغه نيکه يې وفات سو چي د ده ﷺ د پاره پلار ؤ او دغه يتيم والى ده ﷺ په سترګو وليدى، چي دغه يتيم کېدل تر هغه اول يتيم والي ډيرسخت وه، عبدالمطلب د مرګ په وخت کي وصيت وکړی چي د حضرت محمّد ﷺ تربیه او روزنه دي ابوطالب کوي او دا يې هم ورته و ويل: چي د ده د روزني او تربیې د پاره به ډيره خاصه توجه کوې.


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته