تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرانکريم د زړه زنګ ليري کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 9, 2021
  0

قرانکريم د زړه زنګ ليري کوي

 

لیکنه: مولانا محمد زکريا نور الله مرقده/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

(عن ابن عمر (رض) قال قال رسول الله (ص) ان هذه القلوب تصداُ کما يصداُ الحديد اذا اصابه الما ء قيل يا رسول الله وما جلائها قال کثرة ذکر الموت  وتلاوة القرآن)
ژباړه : د ابن عمر (رض) څخه روايت دئ، چي نبي (ص) وفرمايل: بېشکه زړونه هم زنګ کوي لکه اوسپنه چي د اوبو په رسېدو سره زنګ کوي. يو چا پوښتنه وکړه چي پاکي يې په څه شي سره ده؟ نبى (ص) وفرمايل: د مرګ  په ډېر  يادولو سره او د قرآن په تلاوت سره.


يعني : زړونه هم د الله (ج) د ذکر څخه په غفلت سره زنګ کوي لکه اوسپنه چي د اوبو په رسېدو سره زنګ کوي خو د مرګ  ډېر يادول او تلاوت  کول د زړه د پاکۍ کار ورکوي. زړه د هينداري مثال لري څومره چي خيرنېږي په هغه اندازه د الله (ج) د پېژندني انځور  پکښې کمېږي او څومره چي پاکېږي په هغه اندازه د الله (ج) د پېژندني انځور پکښې روښانه  کېږي له همدې وجي څومره چي انسانان په شهواني او شيطاني ګناهو اخته وي په هغه اندازه د الله (ج) د معرفت څخه ليري کېږي.

 

د دغي هينداري د پاکولو لپاره پيران صاحبان رياضتونه، مجاهدې، ذکرونه او وظيفې ښيي، په حديثونو کي راغلي دي کله چي انسانان يوه ګناه وکړي نو د ده پر زړه باندي يو تور ټکى پيدا سي که چيرې توبه وباسي نو هغه ټکى بيرته ليري سي او که دوهمه ګناه وکړي نو بل  ټکى  يې پر زړه پيدا سي په دغه ډول څومره چي ګناهونه کوي په هغه اندازه تور ټکي ډېرېږي تر داسي بريده چي زړه يې بيخي تک تور سي. په دغه وخت کي نو د خير و لوري ته هيڅ رغبت او شوق نه وي بلکي د شر و لوري ته يې رغبت وي.


 اللهم احفظنا منه.
دغه خبري ته د قرانکريم په لاندي آيات کريمه کي اشاره سوېده:


كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿المطففين: ١٤﴾ 
 ژباړه : بېشکه د دوى زړونه د دوى (بدو) عملونو په زنګو په وهلي دي. 


په يو حديث کي راځي چي نبي (ص) فرمايي: زه دوه واعظان تاسو ته پرېږدم يو ويونکی دئ او بل چپ دئ ويونکی قرآنکريم دئ او چپ د مرګ ياد دئ. د نبي (ص) ارشاد خو د سر پر سترګو قبول دئ مګر نصيحت د هغه چا لپاره دئ چي نصيحت قبلوي او نصيحت ته اړتيا ګڼي کوم څوک چي دين بې ګټي کار بولي او د ودي (ترقۍ) مانع يې بولي د هغه لپاره د نصيحت اړتيا نسته او څه ګټه به ورته وکړي؟

 

حسن بصر(رح)فرمايي: پخوا خلګو به قرآنکريم د الله (ج) فرمان ګڼي ټوله شپه به يې فکر پکښې کاوه او د ورځي به يې عمل په کاوه تاسو قرآنکريم په زور، زېر او پېښ  ښه زده کړي  مګر د شاهنشاه فرمان يې نه ګڼي فکر نه پکښې کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته