د درواغو بدبویي
راټولونه : نصیراحمد صالحي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت عبدالله بن عمر [رضی الله عنه] بیان کوی چي رسول الله [صلی الله علیه وسلم] ارشاد وفرمایی، کله چی څوک درواغ وایي نو (دانسان حفاظت کونکی) فرښتې یو میل لیري ځي، د هغه خبري د بدبویي په وجه کومه چي ده کړې ده. (رواه الترمیذی مشکواه ص ۴۱۳)
تشریح :
لکه څرنګه چي په مادی شیانو کي خوشبویي او بدبویي وي، دغه ډول په ښه او بدو خبرو کي هم خوشبویي او بدبویي وي، چي دا د الله (جل جلاله) فرښتې داسي محسوسوي لکه څرنګه چي موږ دمادي شیانو خوشبویي او بدبویي محسوسوو او کله،کله د الله (جل جلاله) هغه بندګان هم دا محسوسوي چي دهغوی روحانیت دهغوی پر مادیت غالب سی.(اصلاح معاشره ص ۵۵)
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net