تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه او انسان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


انسان د بشري ژوند له پیله روژه پېژندلې او تاریخي اسناد هم په دغه حقیقت باندې ټینگار کوي. د فراعنه وو له معبدونو څخه، په نقاشيو او رسامیو کې او همدا راز د مصر په ترلاسه شويو کاغذي پاڼو کې راغلي دي چي پخوانیو مصریانو به روژه نیوله؛ په ځانگړي ډول د جگړې یا هم فتنې پر مهال به يې د وضعه کړل شویو اصولو له مخې روژه نیوله.


دغه راز ثابته سوې ده چي هندوانو، برهمایانو او بودایانو هم له روژې سره آشنايي درلوده او څرنگه يي چي په کتابونو کي راغلي وو؛ دوی به هماغسې روژه نيوله. يونانيانو، رومیانو، ایرانیانو او نورو پخوانيو قامونو او توکمونو هم روژه پېژندله. «ابوقراط» چې پنځمه زېږدې پېړۍ کي يي ژوند کاوه او د «طب پلار» لقب يي هم خپل کړی و؛ لومړنی کس دی چي د روژې نیولو اصول او روشونه يي تدوین کړي او دا چي په پخواني يونان کې د کومو روغتیايي موخو له پاره له روژې کار اخیستل کېده؛ هغه يې هم ياد کړي دي. د«بطلیموس» په دوره کې د اسکندریې ډاکټرانو او طبیبانو به خپلوناروغانو ته سپارښتنه کوله چي د شفا ترلاسه کولو یا هم د ناروغی د دورې د لنډېدو له پاره باید؛ روژه ونیسي. پخواني آسماني دينونه هم له روژې سره آشنا وو او هغه يي په خپلو پیروانو باندې واجب گرځولې وه؛ له همدې  امله یهودیان او مسیحیان هم ورسره آشنا سوي وو او خپلې ځانگړې روژې يي درلودې او بیا مسلمانان هم ورسره آشنا سول او ددي خبرې دلیل د الله تعالی د کتاب لاندینی آیت دی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  [البقرة :۱۸۳]


ژباړه: «اې هغه کسانو چي ایمان مو راوړی دی. په تاسو باندې روژه نیول فرض کړل سوي دي؛ څنگه له تاسو نه مخکې خلکو باندې فرض کړل سوې وه؛ د دې له پاره چي تقواداران سئ.»


«عزيز التفاسير په لومړي ټوک، ۳۹۵مه صفحه کي، د دغه آيت په حاشيې کي لیکي: «۱. له آدم عليه السلام څخه را وروسته په ټولو ادیانو کې د روژې رکن موجود و. ځکه چې د ایمان کلکوالي او قوت په روژې سره پوره څرگندېږي، خو دا ثابته نه ده چې د پخوانيو امتونو روژې به څومره څومره ورځې وي او یا به کوم کومې میاشتي وي او یا به يي كيفيت څه ډول و. سعيد بن جبير رضي الله عنه وایي چي د پخوانیو امتونو روژي له يوه ماسخوتن نه تر بل ماښامه پورې وي.


 په يهودو او نصاروو باندې روژه فرض سوي وه؛ خو يهودو بدلون ورکړ او په کال کي يي يوه ورځ روژه نیوله او نصاراوو برعکس زیادت وكړ او پنځوس ورځي يي روژه نیوله روژه ستاسو ديني ضرورت دی او هم ستاسو د ټولو کمزوريو مراعت په کې سوی دی، په هر دین کي روژه ځکه فرض سوې ده چي په هر دين کي جهاد فرض و او د مجاهدينو د تربيې له پاره روژه نيول، لويه مدرسه وه. له همدې کبله هېڅ حق دين له روژې څخه خالي نه دی تېر سوی؛ که څه هم په کميت او کيفيت کي يي توپیرونه وو، نو څنگه چي تاسو هم په حق دين روان یاست؛ نو په تاسو باندي هم فرض کړل سوه؛ تر څو سرکشه نفس د ادارې لاندي راولئ؛ خو باید چي د یهودو او نصاراوو په شان په کي زيادت او کمبود واقع نه کړئ او د شرعي كيفيت او كميت د بدلون څخه يې هم ځانونه وساتئ.» پښتو ژباړن.»عزيز التفاسيرحاشیې 


طبیعتاً چي د پخوانیو امتونو روژه له اوسنی بڼې سره په معنا او شېوه کې توپیر لري.

ماخذ : روژي ته تاریخي کتنه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته