تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انس بن نضر ؓ شهادت!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 4, 2018
  0

محمد یعقوب قاسمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


   حضرت انس بن نضر رضی الله عنه  يوله هغو صحابه وو څخه وو چي د بدر په غزا کي يې ګډون نه وو کړى له همدې امله به يې پر ځان ملامتيا ويل او ډېربه غمجن وو، په دې هيله وو که د اسلام بله غزا پېښه سوه حتماً به ګډون پکښي کوي، د تقدير پرېکړه وه چي د احد غزا پېښه سوه حضرت انس بن نضر رضی الله عنه په ډېره مينه او زړورتوب په دې غزا کي ګډون وکړئ.

 

 د غزا په لومړي سر کي مسلمانانو فتحه تر لاسه کړه خو د يوې تېروتني له امله مسلمانان د مؤقت وخت لپاره شاتګ ته اړسول، تېروتنه دا وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن جبير رضی الله عنه په مشرۍ پنځوسو تنو غشو ويشتونکو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته دنده ورکړې وه چي پرغونډۍ به کښيني او د مسلمانانو دفاع به کوي، که مسلمانان فتحه ترلاسه کړي او که ماته وخوري بايد دوى د خپل ځای څخه ونه ښوري، خو له بده مرغه دوى هغه وخت ولاړ سول چي په لومړيو کي مسلمانان بريالي سول ، کله چي دوى ولاړېدل په دوى کي چي څوک آمير وو هغه منع کړه چي مه ځئ ! خو دوى دا ويل چي کافرانو ماته وخوړله د تيښتي په حالت کي دي، بايد ورپسي ورسو او د غنيمت د مالونو په ټولولو کي د مسلمانانو سره مرسته وکړو، او دا فکر يې کاوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ يوازي د برياليتوب تر وخته پوري له ولاړيدلو څخه منع کړي يو. 


کله چي مسلمانان له دې ځاى څخه ولاړ سول د جګړې ډګر ته ورسېدل، کافرانو چي دغه ځاى خالي وليدئ نو له وخته څخه يې ګټه واخيسته اوله هغه لوري يې پر مسلمانانو حمله وکړه، مسلمانان د نا خبرۍ په حالت کي وو چي د سختو  بريدونو سره مخ  سول، د دوو طرفونو څخه د کافرانو په منځ  کي راغلل په پايله کي د ماتي سر ه مخ سول، حضرت انس بن نضر رضی الله عنه وليد‌ل چي سعد بن معاذ رضی الله عنه را روان دئ ، ده مبارک ورته وويل: اې  سعده ! چيري ځې ؟ په الله جل جلاله مي دي قسم وي چي د احد د غره څخه د جنت بوى راځي! ددې خبري تر کولو وروسته يې توره پورته کړه او په مېړانه د کافرانو په يوه ډله ورننوتى سخته جګړه يې وکړه تر هغه وخته پوري راو نه وتى تر څو شهيد سو. د شهادت څخه وروسته چي وکتل سو ټوله بدن يې د غلبيل په شان سورى سوری وو تر اتياوو زيات د تورو او غشو زخمونه يې پر بدن وه آن تر دې چي نه پېژندل کېدئ آخر د ګوتو پر بندو وپېژندل سو .


فايده: څوک چي په رښتيني او مخلصانه ډول د الله جل جلاله د رضا د حاصلولو په موخه زخمي سي يقينا ً به په دنيا کي  د جنت بوى ورته راځي حضرت انس بن نضر رضی الله عنه چي په اخلاص سره د الله تعالی جل جلاله د رضا غوښتونکى وو په دنيا کي يې د جنت بوى حساوه، نو که په چا کي  کامل اخلاص موجود سي په دنيا کي به د جنت خوندونه محسوسوي .

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته