تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ژوند نه خوند واخله: کوم کس ډير درته ګران دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 22, 2018
  0

له ژوند نه خوند واخله: کوم کس ډير درته ګران دی؟

 

ژباړن: نصرت الله محمود / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
كتاب: له ژوند نه خوند واخله

 

که له خلکو سره داسې چلند وکړې چې هر یو ګومان وکړي تا ته تر ټولو محبوب شخص دی، نو د خلکو سره د تعامل د وړتیاوو په کارولو کې به تر ټولو قوی شخص وې.


له خپلې مور سره داسې ښکلی له مینې، محبت او احترام ډک چلند وکړې چې ګومان وکړي له دې پرته داسې چلند تا له هیچا سره هم نه دی کړی.


همداسې درواخله له پلار سره، له ښځې سره، له بچیانو سره، له ملګرو سره او حتی له هغه چا سره چې ته صرف یو ځل ورسره مخ کیږې، لکه هټیوال، یا د تيلو پمپ کار کوونکی.


ته کولی شې چې دا ټول په دې سره راټول کړې چې ته ورته تر ټولو محبوب کس یې خو په دې شرط چې دوی ته دا احساس ورکړې چې تا ته دوی تر ټولو ګران خلک دي.


او په دې اړه نمونې لرو.


که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړي نو وبه ویني چې له خلکو سره یې په څومره ښکلو اخلاقو چار چلند کاوه. له هر چا سره به په خوښۍ مینه او ورین تندي مخ کیدلو، تر دې چې هر یوه به ګومان کاوه چې زه ورته تر ټولو محبوب کس یم نو ځکه به هغه صلی الله علیه وسلم هم هر یوه ته له ټولو محبوب کس وو او هر یوه ته به یې د خپلې مینې احساس ورکاوه.


عمرو بن العاص رضی الله عنه یو د عربو له هوښیارانو څخه وو، ډير پوه ځیرک او هوښیار وو. د عربو هوښیاران څلور وو، عمرو یو له دوی نه وو.


عمرو اسلام راووړ او د خپل قوم د سر سړی وو.


نو هر کله به چې په لاره کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخ شو نو په مخ مبارک به یې خندا او خوښي ښکاریده او په ورین تندي به ور سره مخ کیدلو او هر کله به چې یو مجلس ته دننه شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به پکې وو نو د ده په ورتګ به یې خوښي ښکاروله او هر کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رابللو نو ده ته په ګران نوم به یې غږ پرې کاوه.


نو له دې ښکلي چلند، همیشنۍ مسکا او توجه نه عمرو بن العاص ګومان وکړ چې دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو ګران کس دی نو د دې لپاره چې ګومان یې په یقین بدل کړي ورغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کیناست، ویې ویل: 


اې د الله رسوله! ﷺ کوم کس ډير درته ګران ده؟


ویې ویل: عائشه.


عمرو وویل: نه. په سړو کې اې د الله رسوله؟ د کورنۍ په اړه دې نه پوښتم.


ویې ویل: پلار یې.


عمرو رضی الله عنه وویل: بیا څوک؟


ویې ویل: بیا عمر بن الخطاب.


عمرو رضی الله عنه وويل: بيا نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د سړو نومونه یادول، ویل یې: فلان بیا فلان.


په اسلام کې د وړاندې والي او په دې لار کې د قربانۍ له مخې.


عمرو رضی الله عنه وایي: نو زه چوپ شوم وډار شوم چې د ټولو اخر ته مې نه کړي.


نو وګوره چې څنګه یې د عمرو رضی الله عنه زړه د اخلاقي وړتیاوو په کارولو سره خپل کړ.


بلکې هغه صلی الله علیه وسلم به د هر چا سره د هغه د حیثیت مطابق معامله کوله او د دوی لپاره به یې خپل کار پریښود تر څو دا احساس ورکړي چې مینه ورسره لري او درنښت یې کوي.

 

د عدي بن حاتم الطايي رضی الله عنه د اسلام قبلولو واقعه


کله چې د فتحو لړۍ شروع شوه او اسلام په خپریدو شو نو هغه صلی الله علیه وسلم بلونکي لیږل شروع کړل ترڅو نور قبائل اسلام ته را وبلي او کله به هم د دې کار لپاره لښکر لیږلو ته ضرورت شو نو عدي بن حاتم طائي چې له پلاره پادشاهي ور پاتې وه د هغه د قبیلې طی او مسلمانانو تر منځ جنګ ونښت نو عدي د جنګ له شروع کیدو وړاندې وتښتید او په شام کې یې له رومیانو سره پناه واخيسته.

 

د مسلمانانو لښکرې د طی ښار ته ورسیدې. د طی ماته ډيره اسانه وه، نه یې کوم مشر درلود چې لارښوونه یې وکړي او نه هم کوم منظم لښکر او مسلمانانو به په جنګونو کې له عامو خلکو سره نیکي کوله او نرمي به یې ښکاروله.
د دې جنګ نه هدف د عدي د قوم له شر نه د مسلمانانو ژغورل وو او هغوی ته د مسلمانانو قوت ورښکارول وو.

 

مسلمانانو د عدي د قوم ځینې خلک بندیان کړل چې د هغو له جملې څخه د عدي بن حاتم خور هم وه. بندیان یې مدینې ته راوړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې خبر ورکړ چې عدي شام ته وتښتید نو هغه صلی الله علیه وسلم یې له تیښتي څخه تعجب وکړ!! چې څنګه له دین څخه تښتي؟


څنګه خپل قوم پریږدي؟ خو عدي ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسيدل مشكل وو. عدي ته په روم کې سکون ترلاسه نه شو او زړه یې تنګ شو نو مجبور شو او بیرته عربو ته راوګرځيد بیا یې بله لار ونه مونده نو مدینې ته روان شو تر څو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سوله وکړي او یا په داسې څه ورسره جوړ شي چې دواړو ته د منلو وي.
عدي مدینې ته د خپل تګ قیصه داسې بیانوي: 


په عربو کې داسې څوک نه وو چې له ما یې زیات رسول الله صلى الله عليه وسلم بد ګڼلو او زه د نصرانیت په دین وم او د خپل قوم پادشاه وم خو چې خبر شوم رسول الله صلی الله علیه وسلم او لښکرې یې زما په لور را روانې دي نو ډیر بد مې وایسیده نو له خپل قوم ووتم او د روم د قیصر پر لور ولاړم.


خو هلته راته ځان بد ښکاره شو او زړه مې تنګ شو نو له ځان سره مې وویل: چې ولې دې کس ته نه ورځم؟ که درواغجن وي نو څه ضرر راته نشي رسولی او که ریښتونی وي نو پوه به شم نو روان شوم او ورغلم. کله چې مدینې ته داخل شوم نو خلکو نارې کړې: دا عدي بن حاتم دی! دا عدي بن حاتم دی!


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جومات ته ورغلم، ویې فرمایل: عدي بن حاتم؟


ومې ویل: هو عدي بن حاتم.


رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په راتګ خوشحاله شو او خوښي یې ښکاره کړه سره له دې چې عدي له مسلمانانو سره جنګ کړی وو او له جنګه تښتیدلی وو، اسلام یې بد ګڼلو او نصاری وو ته ورغلی وو. سره له دې ټول په مسکا او خوښۍ ورسره مخ شوو او له لاسه یې ونیو کور ته یې روان کړ.


عدي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ روان دی ځان ورته د هغه صلی الله علیه وسلم سره برابر ښکاري!!
ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مدینه او د هغه په چار چاپیره حکومت کاوه او عدي د طی په غرونو او د هغه په چار چاپیره ځمکو...


محمد صلی الله علیه وسلم په یو اسماني دین اسلام عقیده لرله او عدي په یو اسماني دین نصرانیت عقیده لرله.
محمد صلی الله علیه وسلم سره یو نازل شوی کتاب قرآن وو او عدي هم په یو نازل شوی کتاب انجیل عقیده لرل.
نو عدي ګمان وکړ چې د دوی تر منځ هیڅ فرق نشته مګر په قوت او لښکر کې.


د لارې په اوږدو کې درې واقعې وشوې:


دوی په لاره روان دي چې یوې ښځې په نیمه لار کې ودرول او نارې یې وهلې چې: اې د الله رسوله! ستا سره مې کار ده. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د عدي لاس پریښود او ښځې ته ورغی او د هغې مشکل ته غوږ شو.


عدي بن حاتم چې پادشاهان او وزیران یې پیژندل او لیدلې وو دې منظر ته کتل.او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا رویه یې د پادشاهانو او مخورو له رویې سره پرتله کوله. تر ډيره په چورت کې وو بیا یې وویل: په الله قسم چې دا د پادشاهانو اخلاق نه دي، دا د انبیاؤ اخلاق دي.


د ښځې مشکل حل شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته عدي ته راغی او دواړه روان شول، دوی لا روان وو چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په مخه ورغی.


سړي څه وویل؟ ایا ویې ویل چې: اې د الله رسوله زما سره ډير مال دی یو نیستمن را وګوره؟! یا یې وویل: ځمکه مې کرلې او میوې مې زیاتې شوي، څه پرې وکړم؟


سړي وویل: اې د الله رسوله (صلی الله علیه وسلم)! زه د خپلې غریبۍ او نیستۍ نه شکایت درته کوم.


دې سړي دومره څه نه لرل چې د خپلو کوچنیانو لوږه پرې ختمه کړي او تر څنګ یې چې کوم مسلمانان اوسیدل له سبا او بیګاه یې زیات څه نه لرل چې له ده سره مرسته وکړي. سړي دا خبره وکړه او عدي یې اوري.


رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ او روان شو.


یوڅه لار لا نه وو تللي چې یو بل سړی په مخه ورغی.


ویې ویل: اې د الله رسوله د لارې شکونکو نه درته شکایت کوم!!


یعنی اې د الله رسوله د ډيرو دشمنانو په وجه د مدینې له حدودو نشو وتلی ځکه کفار او لاره شکوونکي مو مخه نیسي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ او روان شو.


عدي د دې کار په اړه په تشویش کې شو ځکه هغه په خپل قوم کې عزتمند وو، هیڅ دښمن یې نه درلود چې ترې وویریږي نو ولې په دې دین کې داخل شي چې پیروان یې کمزوري، غریب او نیستمن دي؟!


د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورسیدل، ننوتل. ګوري چې یو بالښت ده او هغه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلمه پالنې له رویه ده ته ورکړ.


ویې ویل: دا درواخله ورته کښینه. عدي بیرته ده ته ورکړ ویې ویل نه ته ورته کښینه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: نه ته ورته کښینه نو عدي تکیه ورته وکړه.


له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم شروع وکړه د عدي او اسلام تر منځ ولاړ دیوالونه یې رانړول.


ویې ویل: اې عدي اسلام راوړه په امن به شې، اسلام راوړه په امن به شې، اسلام راوړه په امن به شې.


عدي وویل: زه په یوه دین عقیده لرم.


ویې ویل: زه ستا په دین له تا ښه پوهیږم.


عدي وویل: ته زما په دین له ما ښه پوهیږې؟


ویې ویل: هو، ایا ته رکوسي نه یې.


رکوسي د نصرانیت یو ښاخ ده چې یو څه له مجوسیت نه متأثره ده نو دا د هغه صلی الله علیه وسلم د قناعت ورکولو له وړتیاوو څخه وو چې ویې نه ویل: ایا نصراني نه یې بلکې له دې وړاندې لاړ او په نصرانیت کې یې مشخص د ده مذهب ور په ګوته کړ.


سم لکه په کوم اروپا یې ملک کې چې یو کس درسره مخ شي او درته ووایي: ولې نه نصراني کیږې؟ ته ووایې: زما دین شته. نو هغه ونه وایي: ایا مسلمان نه یې او ایا سني نه یې؟ بلکې ووایي: ایا ته شافعي نه یې؟ یا حنبلي نه یې؟ نو دا وخت ته پوهیږې چې هغه ستا د دین په فقهي مذهب هم پوهیږي.


او دا هغه څه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له عدي سره وکړل ویې ویل: ایا ته رکوسي نه یې؟


عدي وویل: هو.


ویې ویل: ته چې کله له خپل قوم سره جنګ ته لاړ شې نو مرباع (د غنیمت څلورمه برخه چې په جاهلیت کې به مشرانو اخيسته) خورې؟


عدي وویل: هو.


ویې ویل: او دا ستا په دین کې تا ته حلال نه دي؟


عدي وار خطا شو، ویې ویل: هو.


رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: خو زه پوهیږم چې کوم شی تا له اسلام نه راګرځوي.


ته وایې: چې د دې دین پیروان ضعیفه خلک دي او هیڅ قوت نه لري او عربو شړلي دي.


اې عدي.. حیره پیژنې؟


ومې ویل: لیدلې مې نه ده خو په اړه مې اوریدلي دي.


ویې فرمایل: زما دې قسم په هغه رب وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی چې دا کار به الله دومره کامل کړي چې یوه ښځه به له حیرې را وځي تر دې چې د بیت الله طواف به وکړي او هیڅوک به ورسره نه وي.


یعنی دا دین به الله دومره قوي کړي چې یوه مسلمانه ښځه به د حج په نیت له حیرې را وځي تر دې چې مکې مکرمې ته ورسیږي او محرم به ورسره نه وي او نه به یې د حفاظت څوک وي. پر سلهاوو قبیلو به تیریږي خو څوک به د دې جرئت نه کوي چې تیری پرې وکړي او یا یې مال ترې واخلي ځکه مسلمانان به دومره قوي شوي وي او دومره رعب به یې خپور وي چې له ویرې به یې څوک کوم مسلمان ته د پورته کتلو جرئت هم نه کوي.


کله چې عدي دا واوریدل نو له ځان سره یې په ذهن کې دا منظر وکښه چې یوه ښځه له عراق نه راووځي او مکې ته رسیږي معنی دا چې د عربي جزیرې په شمال به تیریږي یعنی د طی په غرونو به تیریږي، د ده د قوم په وطن...


نو عدي تعجب وکړ او له ځان سره یې وویل: نو د طی ډاکوان به چیرته وي هغه چې په وطن کې یې ویره خپره کړې؟!
بیا یې وفرمایل: د کسری بن هرمز خزانې به فتحه شي.


ویې ویل: د ابن هرمز خزانې؟


ویې فرمایل: هو د کسری بن هرمز خزانې او مالونه به د الله په لاره کې مصرف کړی شي.


ویې فرمایل: که ژوند درسره وفا وکړه نو وبه ګورې چې یو کس به د سرو یا سپینو زرو نه لپه ډکه وي ګرځي به تر څو یو کس پیدا کړي چې ترې قبول یې کړي خو څوک به نه مومي. یعنی د ډيرې بډایي نه به یو کس خپله صدقه ګرځوي خو کوم نیستمن به نه ګوري چې ور یې کړي.


بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم عدي ته نصیحت شروع کړ او د اخرت یادونه یې ورته وکړه، ویې ویل: الله به د ملاقات په ورځ یو له تاسو سره مخ شي چې تر منځ به یې ژباړونکی نه وي، خپل ښي خوا ته به ګوري له دوزخ پرته به څه نه ویني، او چپ خواته چې ګوري هم له دوزخ پرته به څه نه ویني.


عدي چوپ شو.


رسول الله صلی الله علیه وسلم نا څاپه ورته وویل: اې عدي، څه شی تا د لا إله إلا الله له ویلو منعه کوي؟ ایا له الله تعالی بل لوی رب شته؟!


عدي وویل: زه سوچه مسلمان یم، شاهدي ورکوم چې د عبادت وړ نشته مګر یو الله او محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.


نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک مخ له خوښۍ وځلیده.


عدي بن حاتم رضی الله عنه وویل: دا چې یوه ښځه به له حیرې تنها را وځي او د بیت الله طواف به کوي او د کسری خزانې به فتحه کیږي، دا هغه څه دي چې ما په خپله ولیدل. او زما دي قسم په الله وي چې دریم به هم واقع کیږي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي.


نو پام وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عدي رضی الله عنه ته څومره مینه ورکړه او په څومره درنښت او ورین تندي ور سره مخ شو تر دې چې عدي رضی الله عنه دا هرڅه احساس کړل او پام وکړه چې څنګه دا هر ځه د عدي رضی الله عنه د مسلمانیدو باعث شول.


نو که همدا مینه له خلکو سره وازمایو که هر څنګه خلک وي زړونه به یې خپل کړی شو.


حاصل: 
په نرمۍ او د خلکو سره د مخ کیدو او قناعت ورکولو په وړتیاوو سره کوی شو هغه څه ترلاسه کړو چې غواړو یې.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته