تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا حضرت عیسی علیه السلام نړیوال پېغمبر وو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 10, 2019
  0

لیکنه: استاذ عبدالغفار جُبیر


نه! بلکې صرف یهودو ته راغلی وو یعني عیسائیت صرف و یهودو ته وو او بس.


د اوسني انجیل په نسخو کي داسي راځي:


۱: ای د یهودو د مځکې بیت اللحم ښاره!

ته د یهودو په لویو ښارونو کي هیڅکله هم کوچنی نه یې، ځکه چي ستا نه به هغه سردار (عیسی ) راوځي چي زما د خلکو اسرائیلو شپون به وي. (انجیل متی: ۲ باب ۶ ایات).


۲: له خپل قوم (یهودو) پرته، بل قوم ته مه ځه او د سامریانو ښارته مه داخلیږه ، بلکي اسرائيلو ته ولاړ شه. ( انجیل متی ـ ۱۰ باب، ۵: ۶)


د اهل کتابو سره مشهور نړیوال مناظر شیخ احمد دیدات صاحب وايي: د عیسی علیه السلام دولس حواریون ټول یهودیان وه. عیسی علیه السلام پخپل ټول ژوند کي غیر یهودي خپل دین ته نه دی دعوت کړی، بلکي خاص یې یهودو ته دعوت کاوه.


۳: عیسی علیه السلام یواځې د یهودو پاچا ؤ. (انجیل متی: دویم باب، نذرانې پېش کول: ۲)


 ۴: عیسی یواځې د اسرائیلو پاچا دی. (انجیل یوحنا: اول باب : ۴۹)


۵: عیسی علیه السلام خپلو شاګردانو ته وایي چي زه رښتیا درته وایم چي تاسې یواځې د بني اسرائیلو په ټولو ښارونو کې وګرځئ. (انجیل متی:۱۰ باب: ۲۳)


۶: ای عیسی! د اسرائیلو پاچاهي دې مبارک شه! (انجیل یوحنا: دوولسم باب: ۱۳)


۷: عیسی د یهودو قبیلې ته منسوب او د هغوی زمری دی. (مکاشفات: پنځم باب: ۵)


۸: یوه ورځ یوه کنعانۍ مېرمن حضرت عیسی علیه السلام ته راغله او ورته ویې ویل چي زما سره مرسته وکړه، ځکه زما پر لور بد روح ناست دی او په تکلیف ده، حضرت عیسی علیه السلام څه ورته ونه ویل. د حضرت عیسی علیه السلام شاګردانو وویل چي دا رخصت کې او په ما پسې روانه ده؛ او عیسی علیه السلام ورته وویل چي زه د اسرائيلو څخه ماسېوا وبل چا ته نه یم راغلی، مګرهغه ښځه بیا راغله او د مرستې غوښتنه ئې وکړل، حضرت عیسی علیه السلام ورته وویل: چي د ماشومانو (یهودو) ډوډۍ اخیستل او سپو (غیر یهودو) ته ورکول ښه کار نه دی. (متی: ۱۵ باب، ۲۶: ۲۷)


همدارنګه دا کېسه په (مرقوس: ۷ باب، ۲۴: ۳۰) کې هم ذکر شوې ده.


یادونه: اوس تاسي ګران لوستونکي پرېکړه وکړئ چي ایا عیسائیت یو نړیوال دین دئ؟ نه هیڅکله نه، حضرت عیسی علیه السلام خپله وايي چي زه صرف یهودو ته راغلی یم. نو کوم عیسایان یا مسیحیان چي د عیسی علیه السلام په نامه خلګ دغه تحریف سوي او منسوخ سوي دین ته رابولي کوم چي بایبل د ډيرو ټکرونو هم ډک دی، اصلاً دوی خپله د حضرت عیسی علیه السلام د تعلیماتو مخالفت کوي. نو هم د خپل دین مخالف او منکره دي او هم د اخري دین (اسلام) منکره دي. الله عزوجل دي څوک ددغسي ګمراهیه وساتي. غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (الایة)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته