تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا عیسائیت د میني او صلحي دین دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2019
  0

(د بایبل په ژبه)

لیکنه: استاذ عبدالغفار جُبیر


پدې اړه په بایبل کي داسي ښووني راځي:

۱: تاسو دا خیال هیڅکله مه کوئ چي زه (عیسی) دنیا ته د امن راوړلو د پاره راغلی یم، زه  د امن راوړولو لپاره نه یم راغلی خو د تورې د پاره؛ زه دې ته راغلی یم چي سړی د خپل پلار خلاف شي، لور د مور او مږور د خواښې، او د سړی دښمنان به د هغه د کور خلک وي. (متی: لسم باب ۳۴ـ ۳۷)


۲: د یعقوب دوو زامنو شمعون او لاوي توره راویستل او ټول انسانان یې ووژل. (پیدایښت: ۳۴/ ۲۵).


۳:  او ټوله خلک ووژنئ،... د هغو ټوله حیوانات یې لوټ کړل او ښارونه یې وروسوځول... ټول نارینه او ښځې یې قتل کړئ. (اعداد: ۳۱/ ۷- ۲۰).


۴:  او تاسي ټول انسانان په تورو سره قتل کړئ، ښځې، ماشومان او نور سامان یې ستاسو لپاره غنیمت دئ، ټول ستاسو غلامان دي.... ټول نارینه قتل او تباه کړئ... ژوندی شی مه پرېږدئ! میوه داره درختو څخه مېوې وخورئ او بې مېوې ونې پرېکړئ هغه هم له منځه یو سئ او د خپل جنګ لپاره یې وکاروئ. (تثنیه: ۲۰/ ۱۲- ۲۰).


۵:  هغه یې د ډېرې وینې تویدو وروسته په جبعون کي په قتل عام ورسول. (یوشع: ۱۰/ ۱۰).


۶:  یوشع هغه پنځه سره ووژل او بیا یې و ځړول. (یوشع: ۱۰/ ۲۶).


۷:  هغه په بازق کي ۱۰۰۰۰ انسانان قتل کړل... د هغو د لاسو او پښو ګوتې یې پرېکړې. (قضات: ۱/ ۴- ۷).


۸:  دوی ښار ونیوئ او په ښار کي یې ټوله نارینه، ښځې، ماشومان، بوډاګان، غوایي، بزې او خرونه یې په تورو سره قتل کړل... ښار یې له ټولو شیانو سره وسوځاوه. (یوشع: ۶/ ۲۱ـ ۲۵).


۹:  الیاس ۴۵۰ نبیان ونیول او ټول یې د قیشون په رود کي قتل کړل. (۱- پاچایان: ۱۸/ ۴۰).


۱۰:  الیسع و بیت ایل ته راغئ هلته یې وړوکي ماشومان ولیدل او د خدای لعنت یې پر وکړ او دوې ماده لېوانې (خرساني) راغلې او ۴۲ ماشومان یې سره څیري کړل. (۲ ـ پاچایان: ۲/ ۲۳).


۱۱:  شمجر د عنات زوی د غوبنې په لرګي (کوتک) سره ۶۰۰ فلسطینیان ووژل. (قضات ۳/ ۳۱).


۱۲:  شمشون د خره د زامې په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسه فلسطینیان ووژل. (قضات: ۱۵/ ۱۵).


۱۳:  داؤد ۲۰۰ فلسطینیان ووژل او د هغو پوستونه یې شاؤل ته راوړل تر څو د شاؤل زوم شي. (۱- سموئيل: ۱۸/ ۲۷) 


۱۴: سموئيل ساول ته ووئيل: اوس ولاړ سئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څه بېخى تباه کړئ. يو شی هم مه پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تی روي ووژنئ، څاروى، ګډې، اُوښان او خره هر څه ووژنئ.“... ټول خلق يې ووژل. (۱- سموئيل: ۱۵/ ۲-۸)


۱۵: هغوی (یهودو بني اسرائلو) په ميديانيانو باندې حمله وکړه، او ټول سړى يې ووژل. بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې او ماشومان ونيول، د هغوی حیوانات او رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لوټ کړ ۱۰او د هغوی ټول ښارونه او خېمې يې وسوځولې. ۱۱ ټول مال یې ور څخه غنيمت يوړ چې نیویلی يې وو، په دې کښې بندیان اؤ حیوانان هم وه.


دا هغه څه دى چې جنګي کسانو قبضه کړي وه، د دې نه علاوه يې څه د خپلو ځانونو د پاره هم پرېښي وه : شپږ لکه او پينځه اويا زره (۶۷۵۰۰۰)  ګډې او چېلۍ، دوه اويا زره (۷۲۰۰۰) څاروى، يو شپېته زره (۶۱۰۰۰) خره او دوه دېرش زره (۳۲۰۰۰) پېغلې چې هيڅ کله يې زنا نه وى کړې....یعني دا یې ټول پر جنګیالیو وویشل.
او شپاړس زره (۱۶۰۰۰) پېغلې د هغه کسانو د پاره وې چې جنګ ته تلي وه. (کتاب اعداد: باب ۳۱/ ۸-۴۷)

 

یادونه: ګرانو لوستونکو تاسي د اوسني بایبل دې فقرو ته وګورئ، چي ایا عیسائیت د میني او صلحي دین دئ؟ نه هیڅکله نه، کله چي صلیبي استعمار هر ځای تللی دی همدا د انجیل نسخه یې عملي کړېده، لکه عراق، افغانستان، لیبیا او داسي نور...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته