تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عیسايي پاچا سره د ابوبکر باقلاني مناظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2019
  0

ژباړه عبدالسلام حنفي 


ابوبکر الباقلاني رحمه الله چې د وخت د علماوو څخه یو لوي عالم وو او د عراق پاچا په ۳۷۱ هـ ق کال کي د نصاراو سره د مناظري کولو لپاره قسطنطینیې (اوسني استنبول) ته ولیږی.  


خو کله چې د روم پاچا د ده په راتګ باندي خبر شو. نو یې خپلو ملګرو ته امر وکړی چې داسي یوه ټيټه دروازه ورته جوړه کړي چې کله یو څوک ورڅخه داخلیږي نو د رکوع په شکل خپل سر ټیټوي او بیا تر دروازه داخليږي.  دا دروازه یي له دې وجې جوړوله چې کله ابوبکر الباقلاني راشي او تر دروازه را داخل شي نو د سر ټيټولو ته به مجبوره شي او د رکوع په شکل به د روم پاچا دربار ته داخل شي او د روم پاچا او د همکارانو په وړاندي به یو څه د رسوايي احساس وکړي.  


امام ابوبکر الباقلاني چې کله دغه دروازه ولیدله نو د دوی په چم باندي پوه شو. نو خپل سر یې د شا طرف ته کوږ کړی او په دروازه ورداخل شو ترڅو هیڅ د رکوع شکل یي ونه کړي او سر یې د روم پاچا ته ټيټ نه شي. 


نو په دې وخت کې د روم پاچا د ده په ځیرکتیا باندي پوه شو. 


نو کله چې ابوبکر الباقلاني د روم د پاچا دربار ته ورداخل شوو. تحیه یي ورته وکړله لیکن سلام یې ورباندي وا نه وایه ځکه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په اهل کتاب باندي په سره سلام سره شروع کول منعه کړي دي.  بیا ابوبکر الباقلاني هغه د دوی غټ راهب ته وکتل او ورته یې وویل چې څنکه یې او ستا اهل او اولاد څنګه دي ؟ 


نو د دې خبري په کولو سره د روم پاچا په قهر شو.  او امام باقلاني رحمه الله ته یې وویل چي آیا ته نه یې خبر چې زموږ راهبان ودونه نه کوي نو اولاد به يې له کومه شي ؟ 


نو ابوبکر الباقلاني ورته وویل الله اکبر !


تاسو خپل راهبان له واده او اولاد څخه پاک ګڼی خو په بي بي مریم باندي دا تهمت لګوی چې دا د خدای جل جلاله میرمن ده او عیسي علیه السلام یې زوی دی؟! 


نو پاچا نور هم په قهر شو.  او په ډیره بې حیایي سره یې وویل چې ستا رایه د بي بي عایشې رضي الله عنها په اړه څه ده ؟ 


الباقلاني رحمه الله ورته وویل چې که چیرته ته په بي بي عایشه رضي الله عنها باندي تهمت لګوي لکه څنګه چې د وخت منافقینو او روافضو ورباندي دا تمهت لګولی وو نو  یهودو په بي بي مریم رضی الله عنها باندي هم دا تهمت لګوي لیکن حقیقت کې دواړې له دې تهمت څخه پاکې دي خو لیکن د عایشې رضي الله عنها د نکاح کولو سربیره اولاد پیدا نه شوو خو د بي بي مریم  له نکاح کولو پرته بیا هم عیسي علیه السلام پیدا شو.  


نو په دوی کې کومه یوه ده چې داسي د درواغو تهمت ورباندي وویل شي ؟ خو وحاشاهما رضي الله عنهما، دواړي باالکل ددې څخه بري او سپېڅلي دي.


نو په دې خبره سره پاچا بیخې له سده ووتی او وویل آیا ستاسو نبي غزا کوله ؟
ابوبکر ورته وویل: هو 


پاچا: آیا د جنګ په ډګر کې به د جنګ په اول صف کې وو؟ 
ابوبکر رحمه الله: هو 


پاچا: ایا ده به پر دښمن باندي غلبه ترلاسه کول ؟ 
ابوبکر: هو 


پاچا: آیا کله به دښمن پر غالبه کیدی ؟ 
ابوبکر: هو. 


پاچا وویل چې ډیره د تعجب خبره ده چې نبې وي او بیا هم دښمن پرې غلبه حاصله کړي.


ابوبکر ورته وویل چي آیا عیسي علیه السلام په دار شوی دی ؟ 
پاچا وویل: هو 


نو ابوبکر باقبلاني رحمه الله ورته وویل چې تعجب په دې دی چې یو کس تاسو خدای بولی او بیا وایاست چي خدای په دار سو!


نو پاچا نور چوپ شو. 


ـــــــــــ
ترتیب المدارك للقاضي عياض
قضاة الاندلس لابي الحسن البناهي
درة الاسلام في صدف: ص۱۹۳ 
تاریخ البغداد: ج۵، ص۳۷۹ للخطیب البغدادي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته