تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په انجیلونو کي عیسی علیه السلام د خدای زوی نه دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2019
  0

د اوسنیو انجیلونو په ژبه

لیکنه: عبدالغفار جُبیر/ د زیاتونو سره


یهودو عزیر علیه السلام د خدای زوی بلی، عیسایان عیسی علیه السلام د خدای زوی بولي او عربو مشرکانو بیا ملایکه د الله تعالی لوڼي بللې نعوذبالله.


په بایبل کي چي کوم لفظ د (زوی) استعمال سوی دی، اصلاً په عبراني ژبه کي د یهودو په اصطلاح کي د خدای زوی د هر هغه چا لپاره استعمالېده چي خدای ته به نژدې ؤ لکه بایبل کي چي راځي: 


۱:  هر څوک چي د خدای د روح په هدایت چلیږي هغه د خدای زوی دی. (خط د رومیانو په نوم ۸: ۱۴)
د بایبل ددې تعریف څخه وروسته د خدای د زوی استعمال د حضرت عیسی علیه السلام څخه ماسوا و نورو ته هم سوی دی، د بېلګې په ډول سره:


۲:  نو د خدای زامنو ولیدل چي د انسانانو لوڼې ښکلی دي. (تکوین ۴: ۲)
۳:  د خدای زامن د انسانانو د لوڼو سره ولاړل (نکاح یې وکړل).( تکوین ۴: ۴)
۴:  و فرعون ته ووایه چي اسرائیل (یعقوب علیه السلام) زما زوی دی بلکې زما لومړی زوی دی، او زما زوی پرېږده چي زما عبادت وکړی. (خروج ۴: ۲۲- ۲۴)
۵:  زه د اسرائیل پلار یم او ابراهیم زما لومړی زوی دی.(ارمیاه ۳۰: ۹)
۶: په بایبل کي داود علیه السلام او سلیمان علیه السلام ته هم دغسي ویل سوي دي. (سام: ۲-۷/سمویل ۷-۱۳)


دغه ټول انبیاء چي ذکر سول لکه حضرت یعقوب علیه السلام، حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت سلیمان علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام دا ټول د الهي احکامو منونکي وه نو د بایبل او یهودو په اصطلاح هر هغه څوک چي د خدای حکم مني هغه د خدای زوی وو.


که عیسایان واقعاً بایبل مني نو بیا دغه انبیاء علیهم السلام او ټول انسانان ولي د خدای زامن نه بولي، ولي یې یواځي حضرت عیسی علیه السلام زوی دی؟ مشهور داعي شیخ خالد یاسین چي مخکي عیسايي وو بیا مسلمان سو، هغه وايي چي دا عقیده اصلاً د مشرکانو وه، رومیانو همدغسي عقیده لرل چي وروسته کلیسا همدغه عقیده خپله کړل.


عیسایانو په بایبل کي یو بل داسي تحریف کړی دی چي په ډیره اسانۍ سره هر چا ته معلومیږي، وروسته عیسايي راهبانو دا ښکاره درواغ د شرم لکبله د بایبل څخه حذف کړل. هغه دا چي یوحنا پخپل لاس لیکلي انجیل کي وايي: خُدای دَ دې دُنيا سره داسي مينه وکړل چه خپل زېږېدلی زوی یې هم ورکړ. نعوذبالله!


مشهور نړیوال مناظر شیخ احمد دیدات رحمه الله چي د ټولي نړۍ د مشهورو عیسايي راهبانو سره یې مناظرې کړي هغه وايي چي په په دا ۴۰ کاله کي ما ته هیڅ عیسايي هم دغه زېږېدلي لفظ نه دی تشریح کړی چي دا څه معنی؟ زېږېدل خو د جنسي اړیکو څخه رامنځ ته کیږي نو بیا داسي د کفر خبره و ستر رب عزوجل ته منسوبول کوم عقل او وجدان مني! الله عزوجل هغه ستر قدرتمن ذات دی چي د یوه (کُن) په لفظ سره هر څه رامنځ ته کولای سي. کله چي عیسی علیه السلام په معجزانه ډول بیله پلاره پیدا سو نو خلګو ته وروسته داسي فکر پیدا سو چي دا نعوذبالله د خدای زوی دی حال دا چي آدم علیه السلام او حوا علیها السلام بیله پلار او مور څخه پیدا سوي دي.


شیخ دیدات صاحب وايي چي د عیسايي نړۍ ۳۲ عالي رتبه راهبانو، د ۵۰ عیسايي فرقو په تائید سره دغه لفظ د بایبل څخه حذف کړی ځکه دا یو ښکرور درواغ وه چي دوی په شرمېدل لیکن پردې سربیره اوس هم عیسایان همدغه کفري لفظ کاروي او همدغه د کفر عقیده لري. دا یو داسي د کفر خبره ده چي اسمانونه او مځکي ور څخه پناه غواړي.


الله سبحانه وتعالی پدې اړه فرمايي:


وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا (۸۸) لَقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا (۸۹) تَكَادُ السَّمَوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا (۹۰) أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا (۹۱) وَمَا يَنْبَغِي لِلرَّحْمَنِ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا (۹۲) إِنْ كُلُّ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا (سورة مریم: ۸۸-۹۳)
ژباړه: هغوى وايې چې رحمن څوك په زوى ولۍ نيولى دى. ډيره د ګناه خبره ده چې تاسې جوړه كړېده، نژدې ده چې اسمانونه وچوي، مځکه څيرې شي او غرونه ټوټې ټوټي راوغورځېږي. په دې خبره چې خلكو د رحمن له پاره د اولاد د شته والي دعوه وكړه! د رحمن دا شان ندى چې هغه څوك زوى ونيسي. په اسمانونو او ځمكه كښې چې هر څه دي ټول د رحمن حضور ته د بندګانو په حيث وړاندې كېدونكي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته