تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت ؛د کور څخه تر غار ثَور پوري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۸ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کور څخه تر غار ثَور  پوري

 

د بعثت په څوارلسم کال د صفري د مياشتي په (27) تاريخ چي د (622) عيسوي کال د سپتمبر د مياشتي د (12- 13) سره برابريږي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شپې د خپله کوره څخه و وتى او د خپل وفاء داره ملګري ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  وکور ته ورغلى او بيا د هغه د کور د شا د دروازې څخه د مخه تر دې چي سهار سي دوى دواړه په تلوار و وتل، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهېدى چي قريش به د دوى په طلب او پيدا کولو کي ډېر کوښښونه وکړي او هغه لار چي تر هر څه د مخه به و هغې ته ډېر متوجه وي هغه د مدينې منورې عمومي لار ده چي د مکې مکرمې د شمال و طرف ته وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه لار پرېښوول او د هغې پر عکس د مکې مکرمې د جنوب پر طرف پر هغه لار رهي سو چي د يمن و طرف ته تله، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  يو  مولا درلودى.


 مولا و هغه مريي ته ويل کيږي چي د خپل مالک د طرفه آزاد سوى وي، يعني: پخوايې مريئ ؤ او اوس يې آزاد کړی دى او د دغه مريي نسبت به هم و هغه خپل پخواني مالک ته کېدى، يعني: داسي به ويل کېده (فلان مولا فلان) نو ابوبکر رضی الله عنه  يو مولى درلودى چي د دغه مولا نوم عامر بن فُهَيره ؤ، ابوبکر رضی الله عنه  و دغه خپل مولى ته و ويل: په موږ پسي پسونه را رهي کړه، رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  رهي دي او تر شا پسونه په پسې دي، دا ولي؟ دا د دې دپاره چي د دوى د قدمو آثار او علامې ورکي سي،  داسي پَل او نښانه نه سي پاته چي څوک و وايي: دلته نفر تللي دي، د هجرت کار ډېر پټ او په سِرِي ډول سره سر ته رسيږي، رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  پردې لار تقريبًا پنځه ميله مخ ته ولاړه ترڅو چي و يوه غره ته و رسېدل چي دغه غره ته جَبَلِ ثَور ويل کيږي دغه غر ډېر لوى او لوړ غر دى ډيري ډبري او لاښونه لري، و دغه غره ته ختل ډېر سخت او مشکل دي خو دوى په شپه کي په ډېر تکليف او زحمت سره و دغه غره ته وختل ترڅو و هغه غار ته ورسېدل چي تقريبًا د غره په سر کي ؤ او غارِ ثَور ورته ويل کيږي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته