تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي .کافر قريش! مهاجر مسلمانان تهديدوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کافر قريش! مهاجر مسلمانان تهديدوي

 

د مکې مکرمې کافر قريشو يواځي په دې سره کفايت و نه کړى چي د مدينې منورې و مشرکانو او منافقانو ته ليکونه وليږي بلکه و مهاجر مسلمانانو ته يې هم حال ولېږى چي تاسي په دې مه خطاوزى چي و یثرِب ته ولاړاست او زموږ څخه خلاص سواست، موږ به هلته پسي درسو او د خپلو کورو په منځ کي به مو نېست او نابود کړو. دغه خبري يواځي تهديدونه او وعدې نه وې بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د قريشو د خيانت او د شَر د اِرادې حالات ور معلوم وه نو ځکه رسول  الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو به شپې په بيداري او پيرو تېرولې. 


امام مسلم د حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي وايي: د مدينې منورې په اولو شپو کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شپې ويښ ؤ، يوه شپه يې و فرمايل: کشکي زما د اصحابو څخه يو صالح سړئ نن شپه پر ما پيره  وکړي، وايي: موږ دالته سره ناست ؤ چي د اسلحې شرنګئ مو واورېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: څوک يې؟ هغه ويل سعد بن ابي وقاص، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: د څه شي دپاره راغلې؟ ويل زما په زړه کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  بېره را ولوېده راغلم چي پيره پر وکړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء ورته وکړه او بيا بيده سو. 


وروڼو! داسي نه وه چي دغه پيرې ځيني شپې وې او ځيني شپې نه وې بلکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دپاره همېشنئ او پرله پسې کار ؤ، د حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه روايت دى چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شپې پيرې کېدلې، تر څو چي د الله جل جلاله  دا قول نازل سو: ﴿ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ﴾ [المائده:67]
يعني: الله  جل جلاله  دي د خلکو څخه ساتي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه خپلي کوټې څخه سر را وايستى او وې فرمايل: اې خلکو زما څخه ولاړ سى الله جل جلاله  زه وساتلم. 


د مکې مکرمې د مشرکانو د طرفه يواځي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خطر نه ؤ متوجه بلکه ټول مسلمانان په خطرکي وه، د اُبى بن کعب رضی الله عنه  څخه روايت دى وايي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده اصحاب مدينې منورې ته راغله او انصارو ځاى ورکړی، ټولو عربو د يوه قوس څخه ويشتل، يعني: ټـول عرب يې يو قسم دښمنان وه او ټولو په يوه سترګه ورته کتل، نو ځکه مسلمانانو شپه بېله اسلحې نه تېرول او د ورځي بېله اسلحې نه ګرځېدل يعني: د شپې او ورځي به اسلحه ور سره وه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته