تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي اول: د عُکاشه رضی الله عنه سريه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۰۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اول: د عُکاشه  رضی الله عنه  سريه

 

د هجرت په شپږم کال کي د ربيع الاول په مياشت کي د مسلمانانو د طرفه د بنو أسد پر قبيله حمله وسوه چي د بنو اسد د قبيلې مشر طُلَيحه بن خُوَيُلِد الاُسدي ؤ او دئ د هغو کسانو څخه دى چي د خندق په غزاءکي يې د مسلمانانو پر ضـد اشتراک کړى ؤ دئ او د ده قوم دکفارو ملګري وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  څلوېښت نفره سپاره د عُکاشه بن محصن الاُسدي رضی الله عنه  په مشرۍ و بنو أسد ته د جزاء ورکولو دپاره ولېږل، عُکاشه رضی الله عنه  چي په خپله دئ هم د بنو اسد د قبيلې څخه ؤ او مسلمان ؤ، دئ په دې سبب و لېږل سو چي دئ په خپل قوم او د هغو په لارو کي ښه بلد ؤ نو ځکه د دغه ټولۍ مشر هم دئ ؤ. 

 

کوم وخت چي دغه سرِيه هلته ورسېدل، بنو اسد بېخبره وه د جنګ دپاره يې تياري او آمادګي نه درلودل نو غرو ته وختل او دوى پوهېدل چي مسلمانان به خامخا يو وخت پر موږ حمله کوي نو يې همېشه خپل حيوانات لکه اوښان او پسونه په غرو کي پټول، اوس چي عُکاشه رضی الله عنه  ورغلى او دوى غرو ته  ختلي دي او په کلي کي نه اوښان سته نه پسونه، عکاشه رضی الله عنه  په تعجب کي سو چي د کَلي حيوانات چيري دى؟ خو د مخه يې د کلي د نفرو څخه يو نفر نيولى ؤ د هغه څخه يې تحقيقات شروع کړه چي پسونه او اوښان مو چيري دي؟ هغه ويل: 

 

که ما ته امان را کوى زه به پسونه او اوښان در وښيم، مسلمانانو قبوله کړه ويل: ښه دى ته په امان يې، دغه سړي مسلمانان رهي کړه ډير ليري يې بوتله، څو مسلمانان و بېرېدل چي غدر را سره و نه کړي، بيا يې دوهم وار د دغه نفره څخه پوښتني شروع کړې ويل: ته زموږ سره غدر او خيانت کوې؟ داسي ځاى ته مو بيا يې چي هلته يې کمين راته نيولى دى؟ سړي و ويل: يا والله داسي نه ده بلکه حيوانات د دغه غره تر شا دي، مسلمانانو و هغه ځاى ته نفر و لېږل چي معلومات وکړي، رشتيا هم هلته يوه شېله په اوښانو او پسو ډکه وه، مسلمانانو هغه ټول حيوانات په غنيمت واخستل او مدينې منورې ته يې را وستل چي دا د مسلمانانو دپاره لوى غنيمت ؤ او لکه څرنګه چي يې د هغه سړي سره وعده کړې وه او امان يې ورکړى ؤ هغه يې پرېښاوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته