تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د فَدَک د يهودو سره صلحه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فَدَک د يهودو سره صلحه

تاسي پوهېږى چي په ټوله جزيرة العرب کي يهود په څو ځايو کي اوسېدل؟ په جزيرة العرب کي د يهودو د استوګني ځايونه پنځه وه چي هغه په داسي ډول سره وه:


1  -  مدينه منوره، چي هلته د يهودو هغه درې عمده قبيلې: بني نظیر، بني قینُقاع، بني قُریظه د نورو عربو ترڅنګ اوسېدلې.


2  -   خيبر، چي دا د يهودو لوى او اساسي مرکز ؤ او بېله يهودو بل څوک هلته نه وه موجود.


3  -   فَـدَک، چي دلته هم يواځي يهود اوسېدل. 


4  -   واديُ القرى، چي دلته هم يهود اوسېدل خو يو څه لږ مشرک عرب هم ور سره اوسېدل. 


5   -   تَيماء، چي دلته هم خالص يهود اوسېدل.


نور نو په ټوله جزيرة العرب کي يا بُت پرستان اوسېدل، يا په ځينو ځايو کي نصارا اوسېدل، لكه نجران او ځیني نور ځایونه.


څرنګه چي د مدينې منورې څخه يهود وايستل سوه، خيبر فتحه سو، اوس د فدک نوبت دى، د خيبر تر فتحه کېدلو د مخه کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې څخه و خيبر ته ورسېدى په دغه وخت کي يې مُحَيصه بن مسعود رضی الله عنه  
د فَدَک و يهودو ته ور ولېږى چي و اسلام ته يې  دعوت کړي، خو هغو دغه دعوت نه کړی قبول او اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خيبر فتحه کړی الله جل جلاله  د فدک د يهودو په زړو کي بېره ور واچول، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي موږ هم داسي صلحه در سره کوو لکه د خيبر يهودو چي در سره وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم صلحه قبوله کړه او فدک د مسلمانانو سو، يهود فقط د نوکرانو په شکل هلته په فدک کي  اوسيږي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته