تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داستاد او شاګرد له پنده ډکه کېسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2021
  0

داستاد او شاګرد له پنده ډکه کېسه 


لیکنه : غلام عمر عبدالله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شقيق البلخي رحمه الله خپل شاګرد حاتم الأصم ته وويل : څومره وخت کېږي چي زما هم مجلسه يې؟ 
شاګرد : 33 کاله
استاد : په دا 33 کاله کي دي څه شي راڅخه زده کړل؟ 
استاد: اته مسايل. 
استاد: إنّا لله وإنّا إليه راجعون !! زما عمر ستا سره ختم سو خو تا له اته خبرو پرته نور څه زده نه کړل. 
شاګرد : هو له اته خبرو پرته مي نور څه نه دي زده کړي او درواغ ويل مي هم خوښ نه دي. استاد :راوړه ! چي وايي ورم چي تا څه زده کړي دي؟؟؟. 


لمړى : ما خلكو ته وکتل ومي ليدل چي هر څوك دځان لپاره يو دوست غوره کوي ، خو چي دمرګ وروسته به کله قبر ته يووړل سو ملګرى به ځيني جلا سو ، نو ما نېکي دځان لپاره دملګري په توګه غوره ، ځکه کله چي قبر ته داخل کړل سم نو نيکي به هم راسره داخله سي. 


دوهم : ما دالله تعالى دغه قول ته وکتل: [وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى * فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى. النازعات ۴۱ - ۴۱] ژباړه : (او چا چي د خپل رب په مخ کښي له درېدو څخه بېره کړې وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی ؤ ، نو جنت دهغه استوګنځی دی). نو ما له شهوتونو څخه دخپل نفس په ساتلو کي کوښښ وکړ تر دې چي دالله تعالی پر اطاعت مي استقامت نصیب سو . 


دریم : ما خلکو ته وکتل له هر چا سره یو ارزښت لرونکی شی و چي له لاسه يې نه ورکاوه ما دالله تعالی دې قول وکتل : [مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ ۗ النحل ۹۶].ژباړه : (څه چي له تاسي سره دي هغه مصرف کېدونکي دي او څه چي له الله سره دي هغه باقي پاته کېدونکي دي ). پس هرهغه څه چي زما سره وه دالله درضا لپاره مي ورکړه ،تر څو وساتل سي نو ټولو ارزښت پیدا کړ. 


څلورم : ما خلکو ته وکتل چي ټولو دمال ، نسب او حسب له مخي ځانونه تباه کړي وه ما دالله تعالی دغه قول ته وکتل:[إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم. الحجرات ۱۳].ژباړه : (په حقیقت کي دالله په وړاندي ستاسي څخه ترټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چي په تاسي کښې تر ټولو زیات پرهېزګاره وي). نو ما دتقوا عمل غوره کړ تر دې چي دالله په وړاندي عزتمند شخص سوم.
 پنځم : ما خلکو ته وکتل چي د دنیا په نعمتونو کي يې یو له بل سره حسد کاوه ما دالله تعالی دغه قول ته وکتل : [ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ الزخرف ۳].


ژباړه : (د دوی ددنیوي ژوندانه تېرولو وسايل خو موږ د دوی په منځ کي وېشلي دي). پس زه په دې پوه سوم چي د دنیوي ژوند دنعمتونو وېشنه دالله له لوري ده نو ما حسد ترک کړ. 


شپږم : ما خلک ولیدل چي ځینو له ځينو نورو په خپل منځ کي دښمني ، سرغړوني او وژني سره کولې ما دالله دغه قول ته وکتل : [ إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ الفاطر ۶]. 
ژباړه : (په حقیقت کي شیطان ستاسي دښمن دی ، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ). نو ما له خلکو سره دښمني ترک کړل او یوزاي دشیطان دښمنۍ ته وزګار سوم. 


اووم : ما خلک ولیدل چي هر یوه يې د رزق په پیداکولو کي پر ځان ستونزي او تکلیفونه تېروي تر دې چي داسي څه ته يې لاس اچول چي ورته جایز نه دي ، نو ما دالله تعالی دې قول ته وکتل: [وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا . هود ۶] .
ژباړه :(په ځمکه هیڅ داسي کوم خوځنده ساکښ نسته ، چي دهغه روزي دالله تعالی په غاړه نه وي). زه په دې پوه سوم چي زه هم دځمکي یو ګرځېدونکي ساکښ یم ، نو ما هغه څه ترک کړل چي دالله پر ذمه وه او په هغه څه مشغول سوم چي دالله له لوري زما پر زمه وه.


اتم : ما ولیدل چي خلکو پر داسي شي توکل کاوه چي ددوی په شان مخلوق وه ، مثلاٌ : پر مال ، شتمنۍ او مقام يې توکل کاوه . ما دالله تعالی دې قول ته وکتل : [ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ الطلاق ۳] . ژباړه : (څوک چي پرالله توکل وکړي ، د هغه لپاره الله کافي دی). 


فإن هذه القصة تحكى عن حاتم الأصم حصلت له مع أستاذه شقيق البلخي، وقد ذكرهاالغزالي في الإحياء،

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته