تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دقیامت د ورځي د راتګ علامه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2021
  0

دقیامت د ورځي د راتګ علامه 


لیکنه : نصیب الله : تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په صحیح بخاري کي له حضرت ابوهریره (رضي الله عنه)څخه روایت دی چي یو وخت نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) په یومجلس کي تشریف درلود ، له خلګوسره په خبرو اخته ؤ چي یوصحرایی راغی اوپوښتنه یې وکړه صاحبه ! قیامت کله راځي ؟ 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هماغسي له خلګوسره په خبرو مصروف ؤ ، ږغ یې ونه کړ.


له دغوناستو خلګوڅخه یوه هغه بل ته وویل : دغه سی چي کومه پوښتنه وکړل ، زما یقین دی هغه جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) واوریدل لیکن دا پوښتنه یې خوښه نه کړل اوځینوبیا وویل چي ده مبارک د هغه خبره وانه وریدل ځکه یې ږغ ونه کړ .

 

هغه ؤ چي ده مبارک خپلي خبري پای ته ورسولې ، نو یی وفرمایل : اې خلګو! هغه شخص څه شو چي د قیامت په باره کي يې پوښتنه کول؟ هغه سړی ولاړشو ، ویل یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) زه دغه یم .

 

وروسته ده مبارک ورته  وویل: کله چي په خلګوکي د امانت ضائع کول پيل شي ، نود قیامت انتظار ولره ، هغه سړی وپوښتل یا رسول الله ! د امانت ضائع کول څرنګه وي؟ 


ده مبارک وفرمایل : د امانت ضائع کول دا دي چي نا اهله کسانو ته وظائف اوکارونه وسپارل شي ، خلګ و داسي رتبو ته پورته کړل شي چي دوی د هغه هیڅ اهلیت نه لري ، مطلب دا چي کله کاراهل کار ته ونه سپارل شي ، نوبس ته هم قیامت ته منتظر اوسه ، همدا د قیامت د راتګ علامه ده .

(صحیح بخاري ، کتاب العلم ، باب من سئل علما وهو مشتغل فی حدیثه فأ تم الحدیث ثم أجاب السائل)


ماخذ : افضل ٌ الحکایات


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته