تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که چیري مو خپل ماشوم قتل کړي
 
  March 31, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارلافتاء 


مسلسله شمېره : (٤٥٤)

نوم: محمد داود

د اوسېدو ځای: ننګرهار

سوال :  ما په مخکی کلونوکی روزی دضرورت پراساس خوړلی اوس وخت پری ډیراوختی دی اوس زه څه وکړم ایا روژ ه ونیسم اوکه کفاره ورکړم که کفاره وی څومره؟2-که چیری دیو مورڅخه ماشوم دشپی دخوب پرمحال ډډی لاندی شی اوماشوم مړشی په ښځه کفاره شته اوکه څنګه که کفاره وی ایاښځه به یی دخپل مال څخه ورکوی اوکه خاوندورسره دخیل دی؟

جواب :

حامداً و مصلیاً

اوله مسئله:  هر هغه څوک چي د روژې په مياست کي مريض سي، که چيري  په دې سبب  بيرې دی چي که روژه ونيسم مريضي به مي زياته سي نو روژه دي ماته کړي،  هر وخت چي جوړ سو قضاء دي يې راوړي، ترڅو چي  د روژې نیولو  توان ولري کفاره دي نه ورکوي.

الله تعالى فرمايي : فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. (۱)
ژباړه : هغه څوک چي مريض سي ستاسي څخه او يا په سفر ولاړ سي ، وروسته دي بيا د صحت په ورځو کي روژه  ونيسي .

دوهمه مسئله: پر دې قتل څلور احکام مرتب دي:

۱:  مور سخته ګناه کاره ده توبه دي وباسي.
۲: دوې مياشتي پرلپسې به روژه نيسي .
۳:  ددغه کوچني څخه ميراث نه سي وړلاى.
۴:  ددې پر عاقله ؤ ديت لازم دی. (۳)

جواب . مولوي رفيع الله  او مولوي سيد عبدالهادي اغا 
الجواب :صحيح : مولوي سيد عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارلافتاء 
کندهار افغانستان 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت البقرة: ایت: ۱۸۴
(۲):ومن كان مريضا في رمضان فخاف إن صام ازداد مرضه أفطر وقضى. الهدایه: ج۱ ،ص۲۰۳، هکذا فی الفتاوی الهندیه: ج۱ ،۲۰۷ .
(۳): احسن الفتاوی: ج۸ ،ص۵۴۴ ،  بچه مان کی نیچی دب کرمرگيا، کتاب الذيات
(۴) جامع الفتاوى: ج٧ ،ص٣١٧.
(۵): اس عورت پر کفاره واجب اور اس کے عاقله پر ديت واجب هے نیز يه عورت گناهگار بهي هویى توبه و استغفار کرنا چاهے. امداد المفتیين: ص٩٠٤.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته