تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د میراث لومړني شرایط او حقداران
 
  April 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۰۰)

نوم: محمود الحسن محمود

سوال :د ميراث لمړي شرائط او دحقدارانو توضيح راکړي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ميراث دپاره درې شرائط کتاب راوړي دي:

اول:  د مورث مرګ به يقيني وي يعني سړى به حتماً مړ وي.
دوهم: وارث يعني ميراث وړونکی به د مورث تر مرګ وروسته يقيني ژوندى وي.
دريم: د ميراث د وړلو  مانع به موجود نه وي، هغه په دې ډول چي  وارث( ميراث وړونکي) ته به معلوم وي چي دخپل دقرابت جهة چي د مړي پلار دى، يا يې زوى دى يا يې ورور دى يا يې ښځه ده يا يې خاوند دى وغيره موانع د ميراث چي سړى د خپل مړي څخه ميراث نه سي وړلاى څلور شيان دي:

۱: مرییتوب- د مريي ميراث د بادار دى.
۲: قتل: قاتل د مقتول څخه ميراث نه سي وړلاى.
٣: کافر د مسلمان او مسلمان د کافر څخه ميراث نه سي وړلاى.
۴:  حرب: حربي د ذمي څخه او ذمي د حربي څخه ميراث نه سي وړلاى. (۱)

حقداران د ميراث ډېر دي، دلته يې بيان نه سي کېدلاى، په مختصر ډول اول اصحاب الفرائض دى، دوهم: عصبات، دریم: ذوي الارحام دي. اصحاب الفروض پر ١٢ قسمه دي، عصبات په دوه قسمه  بيا پر درې قسمه دي، ذوي الارحام پر څلور قسمه دي(٢).

والله اعلم و علمه اکمل واتم
جواب: مولوي رفيع الله 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): شترط لثبوت الحق في الميراث ثلاثة شروط: وهي موت المورث، وحياة الوارث وانتفاء الموانع فذكر الحنفية أربعة موانع مشهورة: هي الرق، والقتل، واختلاف الدين، واختلاف الدارين. الفقه الاسلامي: ج٨، ص٢٥٣- ٢٥٥.
(۲): سراجي في المیراث.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته