تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جماعت وروسته په لوړ اواز ذکر کول
 
  January 21, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۴۵)

نوم: عبدالله رحیمی

د اوسېدو ځاى: ( افغانستان)

سوال :  زه په یو ملااما صاحب پسي د جماعت لمونځ کوم او تر سلام ګرځولو وروسته دغه نوموړی ملاامام په جهر یعني په زوره لوړ آواز داسي زکر( لا اله الاالله، لا اله الاالله، لااله الاالله محمد رسول الله)، کوي چي دغه ذکر دماپښین تر لمانځه وروسته په لوړ اواز جواز لری که ئې نه لري؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په مسجد کي تر لمانځه وروسته په دومره لوړ اواز ذکر کول چي نور لمونځ کوونکي په تشویش کي اچوي یا ئې توجه بل لور ته اړوي جواز نه لري، البته په لوی اختر کي د تشریق د تکبرونو حکم د دې څخه بېل دی.
 والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قال العلامة الشامی رحمة الله علیه: و فی حاشیة الحموی عن الامام الشعرانی: أجمع العلماء سلفاً و خلفاً علی استحباب ذکر الجماعة فی المساجد و غیرها الان أن یشوش جهر هم علی نائم او مصل او قاری... الخ. الفتاوي الشامیة: ج۱، ص۴۸۸، مطلب فی رفع الصوب بالذکر مکتبة رشیدیة. 

(۲): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۳، ص۴۹۸.


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته