تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرتد سزا په احاديثو کي
 
  September 14, 2015
  0

 

لیکنه: عبدالغفار جبیر
(د زیاتونو سره)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د مرتد قتل د امت یوه اتفاقي مسئله ده خو ددې حکم څخه یو هغه کسان د انکار کوښښ کوي چي د غربي نړۍ څخه متاثره وي او د اسلام احکام د هغو د راضي کولو لپاره تحریفوي ترڅو په اسلامي ملکو کي ارتداد ته لاره هواره سي او نوی نسل د اسلام څخه په اسانۍ سره بل دین ته داخل سي. 
 
بله ډله هغه کسان دي چي په مطلق شکل د احادیثو څخه منکره دي، ددغو کسانو څخه یو هم رشاد خلیفه دی چي په عصري علومو کي یې لوړي زده کړي لکه ماسټري او دوکتورا په امریکا کي وکړې، بالاخره هم هلته هستوګن سو. وروسته یې د نبوت دعوه وکړه او د احادیثو څخه یې په مطلق شکل انکار وکړی چي په ۱۹۹۰ م کال کي د امریکا د اریزونا ایالت په خپل مسجد کي په قتل ورسېدی.
 
دریمه ډله د قادیانیانو ده چي مشر يې د نبوت درواغجنه دعوه کړې ده (دغه ډله د درستي اسلامي نړۍ د علماوو په اتفاقي فتوا کافران اعلان سوي دي). په ۱۹۲۴ م کال کي دوه افغانان د قادیانیت په عقیده ونیول سول چي یوه یې بیرته اسلام ته رجوع وکړه او دوهم نفر د نعمت الله خان په نامه پر خپله عقیده پاته سو چي بیا د وخت محکمې لخوا قتل کړل سو، ددغه مرتد په قتل د نړۍ نور قادیانیان راوپارېدل او په ښکاره ډول یې اعلان وکړی چي په اسلام کي د مرتد قتل نسته!

حال دا چي د مرتد قتل په قرانکریم، صحیح احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت دی چي یو  څو احادیث يې دلته را نقلوو:

۱: ...... من بدل دينه فاقتلوه . (بخاری، ابوداؤد، دارقطنی عن ابن عباس رضی الله عنه)
ژبا: که چا خپل دین اسلام بدل کړ هغه ووژنئ .

۲: حضرت ابوموسی رضي الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لورې د یمن والې ؤ کله چې یو ځل حضرت معاذ رضي الله عنه و یمن ته ورسیدي نو و ده ته یي مرتد بندي راوستی نو حضرت معاذ رضي الله عنه ورته وفرمایل:  لااجلس حتی يقتل قضاء الله ورسوله ثلاث مرات فامر به فقتل. (بخاری، مسلم، ابوداؤد واحمد)
یعني زه تر هغه وخته پوري نه کښینم ترڅو چې (دغه مرتد) نه وي وژل سوی دا د الله او د رسول حکم دی. درې ځلې یي دا تکرار کړه ترڅو چې هغه یي وواژه .

۳: حضرت علې کرم الله وجهه فرمایي چې نبې کریم صلی الله علیه وسلم د یوې داسې ټولۍ په هکله وفرمایل:
فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ فَإِنَّ قَتْلَهُمْ أَجْرٌ لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. (بخاری، مسلم وغیرهما)
ژباړه: دوی چي مو هر ځای ولیدل قتل یي کړئ دا په دې خاطر چې د دوی په وژلو کي اجراو ثواب دی.
(د پورته حدیث څخه ثابتیږي چي مرتد وژل کیږي، مصحح)

۴: ددې مضمون یو حدیث په ابوداود کي د حضرت ابوسعید خدري رضي الله عنه څخه را نقل سوی دی.

۵: کله چې د عرنیه قبیلې څه خلک مرتد سول نو پخپله انحضرت صلی الله علیه وسلم هغه و وژل چې قصه یي په تفصیل سره په بخارې او نور کتابونو کي شتون لري . عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَطَعَ الْعُرَنِيِّينَ وَلَمْ يَحْسِمْهُمْ حَتَّى مَاتُوا. رواه البخاري

۶: عَنْ عَبْدِ اللهِ قَال قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لاَ يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ إِلاَّ بِإِحْدَى ثَلاَثٍ النَّفْسُ بِالنَّفْسِ وَالثَّيِّبُ الزَّانِي وَالْمَارِقُ مِنَ الدِّينِ التَّارِكُ الْجَمَاعَةَ. رواه البخاري
قال رسول الله صلى الله عليه و سلم لا يحل دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا اله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث الثيب الزاني والنفس بالنفس والتارك لدينه المفارق للجماعة. رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح
 د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د مسلمان وژل هیڅکله رواه نه دي مګر په دریو حالتونو کي د نفس د وژلو په بدل کي، هغه څوک چې واده یي کړی وي او زنا وکړي او هغه څوک چې د اسلام دین او د مسلمانانو ټولۍ پریږدي . (بخاری ومسلم)


۷: کله چي حضرت عثمان رضي الله عنه په خپل کور کي دننه محاصره وو نو یوه ورځ د خپل کور پر دېوال را پورته سو او خلګو ته يې خطاب وکړی چي زه تاسو ته د الله قسم درکوم چي ایا تاسو نه یاست خبر چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي د مسلمان قتل تر هغه جایز نه دی تر څو چي يې د درو کارو څخه یو نه وي کړی او هغه درې دا دي: رجل كفر بعد إسلامه أو زنى بعد إحصانه أو قتل نفسا بغير نفس. (نسايي ترمذي ابن ماجه)
یعني هغه سړی چي د اسلام راوړلو وروسته کافر سي یا تر نکاح وروسته زنا وکړي او یا یو څوک ناحقه قتل کړي. 

۸: د حضرت عایشې رضي الله عنها څخه هم ددغه مضمون څو احادیث روایت سوی دي وګوری مسلم، مستدرک ...

۹: مَنْ غَيَّرَ دِينَهُ فَاضْرِبُوا عُنُقَهُ. (اخرجه مالک في الموطا)
څوک چي خپل دین اسلام بدل کړي هغه قتل کړئ.

۱۰: عَنْ جَرِيرٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: إِذَا أَبَقَ الْعَبْدُ إِلَى الشِّرْكِ فَقَدْ حَلَّ دَمُهُ. رواه ابوداود

هغه څوک چې اسلام پریږدي او کفر ته ولاړ شي د هغه وینه حلاله ده . 

۱۱: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ , قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : مَنْ جَحَدَ آيَةً مِنَ الْقُرْآنِ , فَقَدْ حَلَّ ضَرْبُ عُنُقِهِ. (ابن ماجه عن ابن عباس رضی الله عنه)

 هغه څوک چې د قرآن د یوه ایات څخه انکار وکړي د هغه غاړه وهل حلاله ده.

اوداسی نور...

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اړونده لیکني:
د مرتد سزا په قرانکریم کي
د خلفاء راشيدنيو په وخت کي د مرتدينو وژل
د مرتد حکم د امت د څلورو امامانو رحمة الله عليهم په نظر
د مرتد وژل ولی روا دي ؟
د مرتد د وژلو فقهې ثبوت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته