تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره په تاسو کي د قرآن زده کونکی اوښودونکى دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 30, 2021
  0

غوره په تاسو کي د قرآن زده کونکی اوښودونکى دي

 

لیکنه :مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پانه 


عن عثمان (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خيرکم من تعلم القران و علمه(۳).


( رواه البخاري وابو داود و الترمذى و النسايي وابن ماجة هذا في الترغيب وعزاه الى مسلم ايضا لکن  حکى الحافظ فى الفتح عن ابي العلاء ان مسلما سکت عنه.

 

ژباړه : حضرت عثمان (رضي الله عنه) د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه روايت کوي، چي نبى (عليه السلام) فرمايى: غوره په تاسو کي هغه څوک دئ، چي قرآن پخپله زده کړي او نورو ته يې وښيي.


په ډېرو کتابو کى دغه حديث په (واو) سره راغلى دى چي ترجمه يې وليکل سوه په دغه صورت کى به دغه فضليت د هغه چاپه برخه وي چي قرآن پخپله زده کړي او نورو ته يې هم وښيي. په ځينو کتابو کي په (او) سره راغلى دئ، په داسى صورت کى نو فضليت د هر هغه چا په برخه دئ چي خپله يې زده کړي او يا يې نورو ته وښيي يعني يوازي يو کار چي وکړي د پورتني فضيلت څخه به برخمن وي. څرنګه چي قرآنکريم د دين بنسټ دئ او د دين پالونکي لپاره د قرآنکريم ساتل او پالل مدار دي نو ځکه دغه معنى ښکاره ده چي خپله يې زده کړي او نورو ته يې وښيي د روښانتيا اړتيا نسته.

 

البته د زده کړي لپاره يې درجې او مرتبې سته، اعلى مرتبه يې دا ده چي د مطلب او مقصد سره يې زده کړي او ادنى مرتبه يې دا ده چي يوازي الفاظ يې زده کړي. سعد بن سليم (رضي الله عنه) يو بل حديث رانقل کړى دئ، چي د تېر سوي حديث تائيد کوي: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى: څوک چي قرآنکريم ياد کړي بيا ده ته داسي يو څوک تر ځان غوره معلوم سي چي د دنيا بل نعمت لري نو ده د هغه نعمت سپکوالى وکړ، چي الله (جل جلاله) د خپل کلام په وجه ورکړى و. ښکاره خبره ده چي د الله (جل جلاله) کلام تر ټولو کلاماتو غوره دئ، لکه په وروسته حديثونو کي چي به راسي نو د دې غوره کلام زده کول او نورو ته ښودل يقيناً تر نورو کارونو غوره کار دئ.

 

په يو بل حديث کي د ملاعلي قاري رحمة الله علیه  څخه نقل سوي دي چي څوک د قرآن علم لاسته راوړي دغه کس د نبوت علوم په تندي کي جمع کړل. سهل ستر رحمة الله علیه   فرمايي: د الله (جل جلاله) سره د محبت نښه دا ده، چي د الله (جل جلاله) د کلام سره په زړه کى محبت و لري. په شرح احيآء کي د هغو کسانو په سرليک کي د مسلمانانو د کوچنيانو قرآن ښودونکي هم شمېرل سوي دي چي د عرش تر سيوري لاندي به د قيامت په سخته ورځ ناست وي. همدا ډول هغه کسان چي په کوچنيوالي قرآن زده کړي او په لوى والى يې د تلاوت اهتمام کوي.


ماخذ: قران فضائل .


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته