تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت معاویه رضی الله عنه ژوندلیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2019
  0
 
نوم، نسب او اسلام یې:
معاویه د ابو سفیان رضي الله عنه زوی د حرب لمسی ؤ، معاویه او د ده پلار ابو سفیان د مکې د فتحي په ورځ اسلام قبول کړی، د حنین په غزا کی یې برخه واخیسته ، په لومړی سر کي دی د مؤلفة القلوب څخه وو، د بیت المال څخه د اسلام له امله مال ورکول کیدی، خو وروسته د ده اسلام مضبوط او پیاوړی سو. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وحیو کاتب سو. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې یو سلو دری شپیته (۱۶۳) حدیثونه روایت کړي دي. 
 
د معاویه رضی الله عنه فضیلت:
د ده په فضیلت کي یو شمېر حدیثونه سته. عبد الرحمن بن ابي معیرة رضی الله عنه وویل چي رسول صلی الله علیه وسلم د معاویه په هکله دعاء وکړه: 
اللهم اجعله هاديا مهديا وأهد به. (رواه الترمذي)
ژباړه: الهي! دی پر سیده لار برابر او د سمي لاري لارښود کړه. 
عرباض بن ساریة رضی الله عنه وویل : رسول صلی الله علیه وسلم و ویل:  اللهم علم معاوية الكتاب والحساب وقه العذاب (رواه احمد وابن خزیمه وابن حبان)
ژباړه: الهي! معاویه ته د قرآن او حساب علم ورکړه او د عذابه یې وساته.
 
شخصیت او غوره صفات یې:
حضرت معاویه په کت لوړ ؤ، په رنګ سپین او ښایسته ؤ ، هیبت ناکه چهره یې وه، حضرت عمر رضي الله عنه معاویه رضي الله عنه ته وکتل و یې ویل: معاویه د عربو کسری دی. معاویه رضی الله عنه د زغم او نرم خوی لرونکی ؤ ، حلم او زغم بې ساری ؤ، خلکو به مثال په وایه، دده د حلم په باره کي ابن ابي لیلی پوره کتاب لیکلی دی. 
 
د امارت او خلافت مسؤلیتونه
حضرت ابوبکر رضي الله عنه چي کله فوج شام ته و لیږی معاویه او د ده ورور یزید بن ابي سفیان یې د دې فوج مشران کړل. کله چي شام فتح سو یزید هلته والي سو، کله چي یزید وفات سو ابوبکر رضي الله عنه معاویه رضي الله عنه هلته والي کړ، کله چي عمر رضي الله عنه خلیفه سو نو معاویه رضي الله عنه یې پر خپلي وظیفې پریښوی، د ده په لاس ټوله شام و نیول سو. هلته دی شل کلونه امیر ؤ کله چي خلیفه سو شل کلونه یې عمومي خلافت وکړ له ده چپه په دې امت کي دومره اوږد خلافت بل هیچا نه دی کړی چي مخالفت نه وي ورسره سوی، دده په خلافت کي هیچا بغاوت نه دی کړی، ترده وروسته پر نورو امراوو خروج سوی دی. 
 
د ده په خلافت کي سوډان ، سجستان او نوري سیمي فتح سوې. دا فتوحات په کال دری څلویښتم (۴۳) هجري کي وه. په کال پنځه څلویښت هجري کي معاویه رضي الله عنه کوهستان او قیقان و نیول. په دې کال کي معاویه رضی الله عنه د خپل زوی یزید لپاره له شامیانو څخه بیعت واخیستی، یزید یې خپل ولیعهد کړ. وروسته ده خپل والي مروان ته ولیکل چي امیر المؤمنین غواړي د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما غوندي ځایناستی وټاکي. عبد الرحمن بن ابي بکر رضی الله عنه ولاړ سو، ویل : نه! معاویه رضي الله عنه غواړي لکه کسری او قیصر د ځان ځایناستی تعین کړي، ځکه ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په خپلو اولادونو او کورنیو کي څوک د ځان خلیفه و نه ګرځاوه. په یو پنځوسم کال کي چي کله معاویه رضي الله عنه حج ته ولاړی نو د خپل زوی لپاره یې بیعت واخیستی. 
 
معاویه رضي الله عنه و ابن عمر رضي الله عنهما ته و ویل: چي زه خبر یم چي ته نه غواړې داسي یوه توره شپه تیره کړې چي امیر ونلري، زه ویره لرم چي مسلمانان به بدمرغه سي په خپلو منځو کي به په فساد اخته سي ( نو ځکه غواړم خپل زوی په خپل ژوند کي خلیفه کړم ). حضرت ابن عمر رضي الله عنهما د خدای حمد او ثنا و ویل، بیا یې و ویل: تر تا مخکي خلفه ګانو زامن درلوده ستا زوی د هغوی تر زامنو په هیڅ صورت ښه نه دی. هغوی د خپلو زامنو لپاره خلافت مناسب و نه باله خو ته یې مناسب ګڼې. زه د مسلمانانو وحدت نه خرابوم، که چیري دوی پر یو چا را ټول سي زه هم د دوی څخه یو کس یم. ده ورته وویل: الله دي درباندي ورحمیږي! 
 
کله چي ابن عمر رضي الله عنهما خبري پای ته ورسولې عبد الرحمن بن ابي بکر رضی الله عنه خبري پیل کړې، ده خپلي خبري پوره نه کړې، معاویه رضي الله عنه د ده خبري پرې کړې. 
 
بیا نوبت د عبد الله بن زبیر رضي الله عنهما سو، معاویه رضي الله عنه ورته وویل چي تا دغه دوه کسان پوه کړي دي د دوی رایه تا اړولې  ده. عبد الله ابن زبیر رضي الله عنهما ورته و ویل : که ته د خپل زوی لپاره بیعت اخلې نو ته په سملاسي توګه له خلافت څخه لاس واخله ، ځکه که ته د زوی لپاره بیعت واخلې او خپله هم پر خلافت پاته سې نو موږ به هیښ او حیران سو، چي د چا امر ومنو؟ ستاسو دواړو لپاره پر یوه وخت بیعت جمع کیدلای نه سي، وروسته معاویه رضي الله عنه منبر ته پورته سو د خدای حمد او ستاینه یې وکړه و یې ویل : خلک وایي چي ابن عمر، ابن ابي بکر او ابن زبیر رضي الله عنهم د یزید بیعت نه مني. خو رښتیا دا ده چي دوی د یزید بیعت منلی دی یو څه نوري خبري يې هم وکړلې، بیا راکښته سو خلکو ته سپینه نه سوه چي دوی بیعت کړی ؤ که نه.
 
د معاویه رضي الله عنه په هکله بیلابیل معلومات
 سعید بن جمهان وویل: ما سفینة ته وویل: چي بني امیة قبیله وایې خلافت په دوی پوري اړه لري. سفینة و ویل: د شین سترګي زامن درواغ وایي رښتیا دا ده چي دوی پاچاهان وه، سخت پاچاهان په دوی کي راغلي دي او معاویه رضي الله عنه یې لومړنی پاچا ؤ.
 
الشعبي ویلي دي: لومړی کس معاویه رضي الله عنه ؤ چي په ناسته يې خطبه و ویل: ځکه وروسته یې وزن زیات سو. 
 
العسکري ویلي دي د ډاک ( پوستي کارونه) لومړی د حضرت معاویه رضي الله عنه له خوا پیل سوه. د حضرت معاویه رضي الله عنه پر مهر دا کلمه لیکل سوې وه ( لکل عمل ثواب) هر عمل بدله لري. دغه مهر حضرت معاویه رضي الله عنه د خپل دفتر لپاره کاراوه او د مهر لګولو کار یې عبید الله بن اؤس ته سپارلی ؤ. د مهر لپاره هغه وخت اړتیا پیدا سوه چي یو وار حضرت معاویه رضي الله عنه حکم لیکلی ؤ چي دغه سړي ته دي سل زره روپۍ ورکړل سي، سړي په لیک کي لاس وواهه سل زره یې په دوه سوه زره واړول کله چي معاویه رضي الله عنه خبر سو انکار یې وکړ چي ما دوه سوه زره ندي ښوولي، نو له دې پیښي وروسته یې مهر (ټاپه) کارول. 
 
د زغم لوړه درجه صفت
الشعبي ویلیي دي: ما تر معاویه رضي الله عنه حلیم او زغم لرونکی کس نه دی لیدلی، یوه ورځ عقیل حضرت معاویه رضي الله عنه ته ورغی حضرت معاویه رضي الله عنه ناستو خلکو ته و ویل: دا عقیل دی ابو الهب د ده اکا ؤ. حضرت عقیل و ویل: دا معاویه رضي الله عنه حمالة الحطب د ده عمه وه. 
 
یو وار معاویه رضي الله عنه مدینې ته ولاړی هلته له انصارو چپله نور ټول خلک ورټول سوه. وروسته حضرت معاویه رضي الله عنه انصارو ته ورغی و یې ویل: د مدینې ټول خلک ما ته راغله خو تاسي نه راغلاست. انصارو و ویل: موږ د تللو لپاره حیوانان نه درلوده. معاویه رضي الله عنه و ویل: تاسي خپل حیوانان څه کړه؟ انصارو و ویل: هغه مو د بدر پر میدان ستا د پلار سره په جنګ کي د لاسه ورکړه.
 
د حضرت معاویه رضی الله عنه قول دی چي: حلم په تجربه حاصلیږي.
 
قبیصه بن جابر وايي: د معاویه رضی الله عنه سره مي وخت تیر کړی ما تر ده په زغم کي دروند شخصیت نه دی لیدلی.
 
لیکه مخکي چي یادونه وسوه دده د حلم په باره کي ابن ابي لیلی پوره کتاب لیکلی دی. 
 
د حضرت معاویه رضي الله عنه په خلافت کي دغه لوړ خلک وفات سوه: ابو موسی الاشعري، زید بن ثابت، کعب بن مالک، مغیرة بن شعبة، ابو ایوب انصاري، عبدالرحمن بن ابي بکر، جبیر بن مطعم، اسامه بن زید، حسان بن ثابت، سعد بن ابي وقاص او ابو هریرة رضی الله عنهم اجمعین.
 
حضرت معاویه رضي الله عنه په شپیته هجري کال کي وفات سو. د باب الجابیة او باب الصغیر تر منځ دفن سو، د ده عمر اوه اویا (۷۷) کاله ؤ.
کله چي وفات کیدی وصیت یې وکړ چي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه نوکان او وریښتان زما په خوله کي کښیږدئ او بیا ما او ارحم الراحمین سره پرېږدئ. دوی همداسي وکړه بیا یې دی او مهربانه خدای سره پریښوول.
 
 
کتاب: د اسلام د خلفاوو تاریخ، صفحه، ۸۹     
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته