تازه سرليکونه
خِيَارات ثلاثه
 
  December 1, 2012
  0
خِيَار معنا اختيارول ، خيارات ثلاثه هغو درو اختياراتو ته وايي چي د فقهي په کتابونو کي په مستقل بابونو کي ذکر کيږي .

په بايع او مشتري کي چي هر يو خيار ولري هغه کولاى سي چي د خيار په مده کي دننه سودا صحيح کړي يا يې فسخ کړي . 

دغه خيارات ثلاثه يو د خيار شرط په نامه ياديږي ، دوهم يې د خيار رويت په نامه ياديږي او دريم يې د خيار عيب په نامه ياديږي .

خيار شرط
بايع يا مشتري چي سودا په دې شرط وکړي چي تر فلاني وخت پوري که مي مشوره نه سول بېرته د سودا فسخ کولو حق لرم دغه ته خيار شرط وايي .
 
بايع او مشتري هر يو په خيار شرط سودا کولاى سي .

د خيار مده
د ابو حنيفه رحمه الله په آند د خيار شرط اوږده مده درې ورځې ده ، په بايع او مشتري کي هر يو کولاى سي چي تر درو ورځو پوري يا تر درو ورځو د کمي مدې په خيار سودا وکړي خو تر درو ورځو څخه يې د زياتي مدې د پاره د خيار شرط سودا نه صحيح کيږي .
 
ابويوسف او محمد رحمهما الله تعالي وايي : د خيار شرط نهايي مده که وټاکل سي نو بيا ترهر څو ورځو پوري په خيار سودا کولاى سي يعني د يوې ورځي په خيار هم سودا کولاى سي او د هفتې او مياشتي په خيار يې هم کولاى سي .

د خيار حکم
 د خيار په سودا کي که خيار د بايع وو مَبِيعَه د بايع د ملکيت څخه نه وځي ، بلکي د خيار په مده کي دننه که څه هم يې مشتري ته تسليم کړي بيا هم د بايع ملکيت بلل کيږي .
 
که مَبِيعَه د مشتري په لاس کي د بايع د خيار په مده کي ضايع سي تاوان به يې د بازار د نرخ په حساب بايع ته ورکوي ، که څه هم د بازار نرخ يې د ثمن څخه کم يا زيات وي .
 
مخکي مو لوستي دي چي بايع او مشتري چي په کوم نرخ سودا وکړي هغه ته د مَبِيعِې ثمن وايي او د بازار نرخ ته يې چي هر څو وي د مَبِيعِې  قيمت وايي .

کله د  مَبِيعِې ثمن او د بازار قيمت يو شان وي خو کله بيا يو د بل څخه څه تفاوت پيدا کوي .
د خيار په سودا کي که خيار د مشتري وو ، مَبِيعَه د بايع د ملکيت څخه وځي . 

د خيار په مده کي دننه که مَبِيعَه د مشتري په لاس کي ضايع سي ، تاوان به يې د ثمن له مخي بايع ته ورکوي .
که مَبِيعَه د مشتري په لاس کي معيوبه او خرابه سي د مشتري خيار لغوه کيږي ، بيا مشتري نسي کولاى چي  سودا فسخ کړي ، بلکي په هر څو چي يې سودا کړې وي هغونه پيسې به بايع ته ورکوي .
 
په بايع او مشتري کي چي هر يو خيار ولري هغه د خيار په مده کي دننه کولاى سي چي سودا فسخ کړي او يا يي صحيح کړي .

بايع او مشتري که د خيار په سودا کي سودا فسخ کول نو هغه بل نفر بايد حاضر وي ، د هغه بل په غياب کي سودا نه سي فسخ کولاى ليکن که سودا يې لازمول بيا د هغه بل نفر حضور شرط نه دى . 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته