تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي په جنګ او قتال سره الْهي اجازه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۳۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په جنګ او قتال سره الْهي اجازه

 

د دغه خطرناکو حالاتو په جريان کي کوم چي په مدينه منوره کي يې د مسلمانانو وجود په خطر کي اچولى ؤ او د قريشو پردغه حال يې دلالت کاوه چي دوى هيڅکله د غفلت د خوبه څخه نه را ويښيږي او د خپلو سرکښيو څخه لاس نه اخلي، الله جل جلاله  و مسلمانانو ته په جنګ کولو سره اجازه وکړه، دا فقط اجازه وه د جهاد فرضيت نه ؤ، الله جل جلاله  فرمايي:

﴿ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا  وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴾ [الحج :39]  

يعني: هغو کسانو ته د جنګ اجازه ورکول سوې ده چي د دوى سره د کفارو د طرفه جنګ کيږي، دا هم په دې سبب چي پر دوى ظلم کيږي او بېشکه چي الله جل جلاله  د دوى پرنصرت او کومک قادر دى. 


کوم وخت چي دغه د جنګ کولو اجازه نازله سوه په دغو وختو کي هغه يواځنی لوى او سرکښه قوت چي مسلمانانو ته متوجه ؤ هغه د قريشو قوت ؤ، نو حکمت دا ؤ چي مسلمانان خپله سيطره او تسلط پر هغو لارو قائم کړي چي هغه د مکې مکرمې څخه و شام ته د قريشو د تجارت لاري وې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو لارو د سيطرې دپاره دوه عمده کاره يا دوې نقشې  عملي کړې. 


اول دا چي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو قبيلو سره چي د دغو لارو پر شا وخوا پرتې وې يا د مدينې منورې څخه تر دغو لارو پوري پرتې وې، د حِلف يا يو پر بل د نه تجاوز کولو معاهدې وليکلې، لکه څرنګه چي د مخه د يهودو سره دغسي معاهده ليکل سوې وه دغه رنګه د مخه تر دې چي عسکري نشاط يا عسکري تحرکات او ګزمې شروع سي د(جُهَينه) د قبيلې سره د نه تجاوز کولو معاهده وليکل سوه چي دغه د جُهَينه د قبيلې کورونه د مدينې منورې څخه درې ميله ليري پراته وه. 


همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نورو قبيلو سره هم نوري د نه تجاوز کولو معاهدې د خپلو عسکري ګزمو او ګښتو په ترڅ کي وليکلې چي پرخپل وخت به درته بيان سي.


دوهم دا چي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د قريشو تجارتي لارو ته پرله پسې معلوماتي ډلي لېږلې، نو د دغو دوو نقشو د عملي کولو دپاره په مسلمانانو کي عسکري نشاط او تحرکات شروع سوه، لیري لیري پیرې او ګزمې شروع سوې،البته دغه کارونه پسله هغه الْهي اجازې څخه وه چي د جنګ دپاره ورکول سوه.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته