تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د معلول لپاره د موسیقۍ ږغول ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2023
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۵۰۶)
 
نوم:                 
                                                           
سوال : یو څوک دی چي تر ملا لاندی شل دی او هیڅ کاروبار نسي کولاى خود  موسیقی آله (مثلا رباب) ږغولاى سي ، نو اوس دا شخص ته دوه کاره ور ترمخ دی یابه سوال کوي  خیر به ټولوي او یا هم کولای سيچي په کوم ځای کی رباب وږغوی، نو اوس به دی شخص ته کوم کار غوره وي؟
 
جواب : حامداً و مصلياً
 
څوک چي د موسيقۍ آله ږغولاى سي هغه تعلیم او تدریس یا بل جائز کار هم کولای سي، د موسيقي د لاري ځانته نفقه برابرول حرام  دى، يو بل کار دي ځانته پيدا کړي. د موسيقۍ د ږغولو اجازه ورته نسته.
 
جواب: مولوي رفيع الله 
 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
 
تعليم الاسلام دارالافتاء
 
کندهار افغانستان
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قال الله تعالى: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ. سورت البقره: ايت١٨٨.
(٢): قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَهْوُ الْمُؤْمِنِ بَاطِلٌ إلَّا فِي ثَلَاثٍ : تَأْدِيبِهِ فَرَسَهُ وَفِي رِوَايَةٍ مُلَاعَبَتِهِ بِفَرَسِهِ ، وَرَمْيِهِ عَنْ قَوْسِهِ ، وَمُلَاعَبَتِهِ مَعَ أَهْلِهِ. 
(٣): قال ابن مسعود صوت اللهو والغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء النبات. کفاية و فتح القدير: ج٨، ص٤٥٠.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته