تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: هبه فسخ کېدلای سي او که نه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 31, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۰۰)
نوم: دوست محمد       
                                                                                                       
د اوسېدو ځاى:کندهار افغانستان
 
سوال : ۳۵ کاله مخکي زما نیکه زما و مور ته یو څه اندازه مځکه ور وبخښل  حد ئې هم ور معلوم کي او  وروسته ئې سرای هم پکښي جوړکي ( فوراً ئې خټي شروع کړې) چي د دغه مځکي په مقابل کي بیا زما پلار  زما و نیکه ته  د هغه وخت( ۱۲۰۰۰) روپۍ ورکړي، او بیا موږ د خپل نیکه څخه خط واخیستي او  او وروسته مو بیا دنیکه د اولادونو څخه هم دوهم خط واخیستي ، اوس ځني خلګ وایي چي بخښنه بیرته فسخ کېدلای سي ایا رښتیا هم بخښنه فسخ کېدلای سي که یا؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 په بیان سوي صورت کښي په هبه ( بخښنه) کي رجوع کول جواز نه لري، ځکه هبه (بخښنه)  په قبض ( تصرف)سره تامیږي،  او دغه ډول یو شی په عوض( بدل) ورکولو سره هم تامیږي، او دخپل نژدې قریب لکه پلار، مور ، اولاد ( زامنو او لوڼو) ته که یو شی هبه کړل سي بیا رجوع نه سي کولای.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (و) شرائط صحتها (في الموهوب أن يكون مقبوضا غير مشاع مميزا غير مشغول). الدرالمختار: ج۴، ص۵۶۷، کتاب الهبة.
 
(۲): ۲۱۶۷۱- فی الخانیة: ولا یرجع فی الهبة من المحارم بالقرابة کالأباء، والامهات، وان علوا، والأولاد، وان سفلوا، و أولاد البنین، و أولاد البنات فی ذلک سواء، ...... ۲۱۶۷۶: - و ذکر فی المنافع: والمشائخ جمعوا الموانع فی قوله، و مانع عن الرجوع فی الهبة یاصاحی حروف( دمع خزقة) (۱) الدال الزیادة، (۲) المیم موت الواهب، اوالموهوب له، (۳) والعین العوض، (۴)والخاء الخروج عن الملک الموهوب له، (۵) والزاء الزوجیة، (۶) والقاف القرابة، (۷) والهاء الهلاک فی ید الموهوب له. الفتاوي التاتارخانیة: کتاب الهبة: ج۱۴، ص۴۴۹- ۴۵۱، الفصل: ۵ الرجوع فی الهبة، مکبتة رشیدیة.
 
(۳): وکذا فی الفتاوی الهندیة: الباب الخامس فی الرجوع فی الهبة. ج۴، ص۳۸۵، مکتبه رشیدیة.
 
(۴): ولا يتم حكم الهبة إلا مقبوضة ويستوي فيه الأجنبي والولد إذا كان بالغا ، هكذا في المحيط. الفتاوی الهندیة: ج۴، ص۳۷۷، الباب الثانی فیما یجوز من الهبة وما لا یجوز، مکتبة رشیدیة.
 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam.net
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته