تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ډاکټرانو ته فیصدي ورکول څنګه کار دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 8, 2023
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۸۲)
 
نوم: عبدالله                                                                                                                                    
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
 
سوال: موږ په کندهار کي نوی لابراتوار جوړ کړی دی او په ښه کیفیت فعالیت کوي، او دا اراده لرو چي کیفیت ئې دومره لوړ کړو چي په افغانستان کي ساری ونه لری، خو متاسفانه چي د ښار اکثره ډاکټران موږ ته تر هغه مریضان د معایناتو له پاره نه رالیږي تر څو دوی ته فیصدي ورنه کړو، کله چي فیصدي ورکړو نو بیا مریضان را استوي، دا مشکل دومره پراخ دی چي که چیری موږ دوي ته فیصدي ورنه کړو نو د میاشتي کاریګرو ته معاش لا هم نه سو برابروالای، نو په شرعي لحاظ ډاکټرانو ته فیصدي ورکول ترڅو مریضان را واستوي څنګه کار دی؟  
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
دا کار جائز دی، (۱) خو په دې شرط چي ته به دغه د ډاکټر فیصدي پر مریض باندي نه اچوي دا ظلم دی او که ډاکټر ستا تر لابراتوار بل ځای د مریض له پاره مفید بولي خو د فیصدي په خاطر ئې و تاسي ته را استوي بیا نو ډاکټر د مریض سره خیانت کوي(۳). 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَلِمَنْ جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ (۷۲). سورت یوسف ایت۷۲.
(۲): وعن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من كانت له مظلمة لأخيه من عرضه أو شيء منه فلیتحلله اليوم قبل أن لا يكون دينار ولا درهم. الحدیث مشکوة: ج۲، ص۴۳۵، باب الظلم.
(۳): عن علی قال من استثار رجلا فاشار علیه بما رأی ان الصلاح فی غیره لم یمت حتی یسلب عقله(الدینوری) وقال رسو الله صلی الله علیه وسلم المستشار مؤتمن فاذا استشیر احدکم فلیشر بما هو صانع لنفسه. کنزالعمال: ج۳، ص۳۱۷، کتاب الاختلاف قسم الافعال. 
(۴): وفي الحاوي : سئل محمد بن سلمة عن أجرة السمسار ، فقال : أرجو أنه لا بأس به وإن كان في الأصل فاسدا لكثرة التعامل وكثير من هذا غير جائز ، فجوزوه لحاجة الناس إليه كدخول الحمام. شامي: ج۵، ص۴۴، باب الاجارة الفاسدة.
(۵): آج کل کی اصطلاح میں اس کو کمیشن ایجنٹ بهی کهتیہے ہیں... لیکن اس میں بہی مفتی به قول یه ہیے که ایسا کرنا جائز ہیں. اسلام او جدید معاشي مسائل: ج۴، ص۱۲۲.
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته