تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داجاري نه ورکړي اړوند فتوا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2021
  0
نوم سلطان محمد آغا
ولایت کندهار
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره 2978
 
پوښتنه: یو شخص زماسره د پیسو وعده وکړه، چي زه پیسې درکوم ته به کار وکړې نو ما هم له یو نفر څخه دوکان اجاره کړی یعني داسي چي د میاشتي په معلوم مبلغ او د شپږو میاشتو مجموعي مبلغ مي مخکي ورکړی، تر دې وروسته کوم شخص چي له ماسره د پیسو وعده کړې وه هغه ماته پیسې نه راکړې، او ما هم د دوکان مالک ته د یوې میاشتي تر پوره کیدلو د مخه د دوکان کیلۍ ورکړې او ورته ومي ویل چي د هغه پاته پینځو میاشتو مبلغ مي راکړه، ایا زه دهغه مبلغ حق ورباندي لرم کنه؟
 
جواب: مبسلاً و حامداً
اجاره چي کله د شرعي عذر لکبله فسخه سي  نو مواجر (د ځای مالک) د فسخي تروخته د کرايې حق لري، او دپاته وخت مبلغ به بیرته ومستأ جر (کرایه دار) ته ورواپس کوي.
 
والله اعلم بالصواب
 
 
قال وهبة الزحیلی رحمه الله تعالی: اعذارفسخ الاجارة: ... ۱- عذرمن جانب المستأجر: مثل افلا س المستأجر، اوانتقاله من الحرفة الی الزارعة، ...  و یتربت علیه أنه اذالم یحصل النفع للمستأجر الابضرر یلحقه فی ملکه او بدنه فله فسخ الاجارة.
 (الفقه الاسلامي وادلته: ج۴، ص ۵۴۸-۵۴۹ عقد الایجار).
 
قال العلی حیدر رحمه الله: النَّوْعُ الثَّانِي : إفْلَاسُ الْمُسْتَأْجِرِ . كَمَا إذَا اسْتَأْجَرَ إنْسَانٌ حَانُوتًا لِأَجْلِ التِّجَارَةِ وَأَفْلَسَ ; فَلَهُ أَنْ يَفْسَخَ الْإِجَارَةَ.
(دررالحکام   شرح  مجلة الاحکام: ج۱، ص۴۸۹، الکتاب الثانی الاجارة).
 
( وهکذا فی ردالمحتار: ج۵، ص۵۶، باب فسخ الاجارة ).
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي                                         المجیب: عبدالولي
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته