تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که یو نفر پر غلا یا بله غټه کبیره ګناه...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 16, 2023
  0
 

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۸۶)
نوم: شاه سعید
 
د اوسېدو ځاى(  کندهار افغانستان )
 
سوال : که یو نفر پر غلا یا داسي بل غټه کبیره ګناه ولیدل سي باید دده پرده وسي او که رسوا سي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
یو  هغه غټ ګناهونه چي تعلق ئې د حقوق الله سره وي لکه زنا، شراب وغیره په دې قسم کي پرده ښه ده خو تر څو چي دا کار یو وخت صادر سو او عادی د دې کار نه وي، او بل قسم هغه ګناه ده چي تعلق ئې تر حقوق العباد پوري وي لکه غلاکول په یوه وار غلا سره دي پرده پر واچوي  او حاکم ته دی  ئې نه معرفي کوي، او که په غلا کي شهر ته رسیدلی وي بیا دی ونیسي حاکم ته  دی ئې په لاس ورکړي او که ئې فی الحال پر ګناه وویني بیا که عادي او که غیر عادی  انکار کول پرده  واجب دی.
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  أجمع العلماء على أن من اطلع على عيب أو ذنب أو فجور لمؤمن من ذوي الهيئات أو نحوهم ممن لم يعرف بالشر والأذى ولم يشتهر بالفساد ، ولم يكن داعيا إليه ، كأن يشرب مسكرا أو يزني أو يفجر متخوفا متخفيا غير متهتك ولا مجاهر يندب له أن يستره ، ولا يكشفه للعامة أو الخاصة ، ولا للحاكم أو غير الحاكم ...... أما من عرف بالأذى والفساد والمجاهرة بالفسق وعدم المبالاة بما يرتكب ، ولا يكترث لما يقال عنه فيندب كشف حاله للناس وإشاعة أمره بينهم حتى يتوقوه ويحذروا شره....الخ. الموسوعة الفقهیة: ج۲۴، ص۱۶۹.
 
(۲):أجمع الفقهاء على إجازة الشفاعة بعد السرقة وقبل أن يصل الأمر إلى الحاكم ، إذا كان السارق لم يعرف بشر ، سترا له وإعانة على التوبة....الخ. الموسوعة الفقهیة: ج۲۴، ص۳۴۲.
 
(۳):لص معروف بالسرقة ، وجده رجل يذهب في حوائجه غير مشغول بالسرقة لا يجوز له أن يقتله ، ولكنه يأخذه ، ويأتي به إلى الإمام حتى يستتيبه بالحبس ، كذا في الظهيرية.الفتاوي الهندیة: ج۲، ص۱۷۵
 
(۴):وهذا كله في ستر معصية وقعت في الماضي وانقضت . أما المعصية التي رآه عليها وهو متلبس بها فتجب المبادرة بإنكارها ومنعه منها على من قدر على ذلك ، فلا يحل تأخيره ولا السكوت عنها. الموسوعة الفقهیة: ج۲۴، ص۱۷۰. 
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته