تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اهم ترينه مسئله د توحيد ده (۱ برخه)
 
  March 3, 2012
  0

 رالېږونکی: خالد منصور هډوال

لومړی برخه


زما محترمو وروڼو په دنيا كې اهم ترينه مسئله د توحيد ده ، چې هغه د يو الله سبحانه وتعالى عبادت ده ، تاسو وګورئ صرف د توحيد لپاره څومره انبياء عليهم السلام راغلي دي .

يو نه ــ ده
لس نه ــ دي
سل نه ــ دي
زر نه ــ دي
لس زره نه ــ دي
پنځوس زره نه ــ دي
يو لك نه ــ دي
يولك څليريشت زره كم او زيات انبياء راغلي دي ، نو معلومه ده چې دا يوه اهمه او ضروري مسئله ده ، دا  توحيد چې زما او ستا پورې رارسېدلى ده ، دا څه په آسانتيا نه ده رارسېدلى . 

په دې مسئله باندې انبياء په كاڼو ويشتل شوي .
انبياء د كورونه ويستل شوي .
د علاقې نه ويستل شوي .
بدي خبرې او كنځل ورته شوي .
په چهرو او په مخ باندې په كاڼو ويشتل شوي .
په لارو كې اغزي ورته اچولي دي .
په توحيد باندې حضرت نوح عليه السلام څومره په كاڼو ويشتلى ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم عليه السلام اور ته اچولى ده .
په توحيد باندې د حضرت موسى عليه السلام او فرعون مقابله راغلى وه
په توحيد باندې حضرت ذكريا د آري لاندې تكړي ــ تكړي كړي ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم د نمرود مقابلې ته راوتلى ده .
سره د دومره مشقتونو او تكليفونو بيا هم دا دعوت نه پريدي .
معلومه ده چي د خدايى په خدايى كې دېنه غټه ، او مهمه مسئله نشته ، صرف د توحيد مسئله ده ، لږ بحث پر كوم ، نور علماء به هم بحثونه پرې كوي . 

تاسو وګورئ د انبياء په بدلېدو سره
 
د زكوة مسائل بدلېږي .
د لمونځ مسائل بدلېږي .
د روژې مسائل بدلېږي .
او د توحيد مسئله نه بدليږى. نو معلومه ده چې دا اهم ترېنه مسئله ده .
 

د توحيد مسئلى لپاره شاهدان
 
د الله سبحانه وتعالى د توحيد مسئلى لپاره څومره شاهدان پيدا كړي؟
اول : الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دويم : ملايكې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دريم : انبياء عليهم السلام د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
څلورم : علماء د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .

عزتمندو!
 
ښه به دا وي چې قرآن راواخلو ، قرآن وګورو ، د قرآن نه تپوس وكوو ، چې قران كې الله سبحانه وتعالى د توحيد لپاره څه ويلى دي ، او د شرك لپاره څه ويلى دي ، ستاسو خوښه ده چې قران نه تپوس وكوو ؟ 
هو ! قران وګورئ ! د قران درېمه پاره نهمه ركوع كې الله سبحانه وتعالى خپله شاهدي وركوي :  شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ  .
 
الله رب العزت خپله شاهدي وركوي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله نشته .
ملايكې او د علم صاحبان هم پدې شاهدي وركوي ، او هم پدې باندې قايم دي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله نشته ، او هغه زبردست غالب حكمت والا ده .
 
معلومه شوه چې توحيد ډېره اهمه مسئله ده چې په خپله خدايى ګواهي وركوي ، اوس تاسو ووايئ د خدايى د شاهدی نه بله لويه شاهدي شته ؟ نه .
او بيا پدې باندې ملايكې شاهدان كړي دي .
او بيا پدې باندې خبره بس كړى نده ، بيا انبياء علیهم السلام هم پدې شاهدان كړي دي .
 
ان شاءالله نور بيا...
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته