تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: درو کسانو یو سړی څاه ته وغورځوی
 
  June 6, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۳۳)


نوم: نور الله
                                                       
سوال : څوکاله وړاندی درو نفرو یوسړئ دهغه په خوښه څاه ته شوه کوئ، یوڅه چی یې ورشوه کړئ، نوره یې دتوانه څخه ووتل او سړئ یی نشو ټینګولای، آخر یې ورایله کړئ، سړى څاه ته ولوې دئ او مړسو.اوس دا کوم قسم قتل دئ، او دیت یې څومره دئ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دا د قتل پنځم ډول دى، يعني قتل بالسبب (١).
ديت يې (١٠٠) اوښان او يا (١٠٠٠)  د سرو زرو ديناره يا (١٠٠٠٠) زره درهم د سپينو زرو دی.  او دلته دا ديت پر دغه نفرو وېشل کيږي. (۲)
مقتول ته هم حصه  سته ، خو البته د هغه حصه د ديت څخه ساقطيږي، پر ژوندي درو باندي څلورمه څلورمه حصه ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وأما القتل بسبب كحافر البئر وواضع الحجر في غير ملكه. الهدايه: ج٤، ص٥٦١. الجنايات.

(٢): وَإِنَّمَا يُضَافُ الْحُكْمُ إلَى الشَّرْطِ إذَا تَعَذَّرَ إضَافَتُهُ إلَى السَّبَبِ فَأَمَّا مَعَ إمْكَانِ الْإِضَافَةِ إلَى السَّبَبِ فَلَا يُضَافُ إلَى الشَّرْطِ قَالَ : وَإِذَا اسْتَأْجَرَ الرَّجُلُ أَرْبَعَةَ رَهْطٍ يَحْفِرُونَ لَهُ بِئْرًا فَوَقَعَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ حَفْرِهِمْ فَقَتَلَتْ وَاحِدًا مِنْهُمْ فَعَلَى كُلِّ وَاحِدٍ مِنْ الثَّلَاثَةِ الْبَاقِينَ رُبْعُ دِيَتِهِ وَسَقَطَ الرُّبْعُ وَكَذَلِكَ لَوْ كَانُوا أَعْوَانًا لَهُ لِأَنَّهُ إنَّمَا سَقَطَ عَلَيْهِمْ مَا سَقَطَ بِفِعْلِهِمْ فَكَانُوا مُبَاشِرِينَ لِسَبَبِ الْإِتْلَافِ وَالْقَتِيلُ أَحَدُ الْمُبَاشِرِينَ. المبسوط لشمس الدين السرخسي: ج٢٧، ص١٦.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته