تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داسلام دښمنان دښځو د عزت پای ماله کېده غواړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2021
  0

 داسلام دښمنان دښځو د عزت او دهغوی دحقوقو پای ماله کېده غواړي


رالیږونکي : منصوراحمد زیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په نن زمانه کي داسلام دښمنان بلكي د انسانیت دښمنان کفار منافقین او داسلام څخه مخ اړونکي په اسلام کي ښځو ته ورکول سوی عزت او شرافت او حفاظت ډېر بد ورته معلومیږي ځکه دغه خلګ ښځي په داسي تباهۍ بربادۍ او هلاكت كي اچول غواړي چي دهغه په ذريعه دوی ښځو ته خپل ځان دشهوت تسکین یعني پوره کېدو ته ورسوي او بیا ددې وروسته کمزوري ایمان والاچي نه قابو کوونکي خواهشاتو مغلوب کړي  خلګ په خپله پنچه کي گرفتار کړي الله رب العزت دداسي خلګو په باره کي ارشاد فرمایي :


وَاللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا ﴿النساء: ٢٧﴾ 


ترجمه : او اراده لري هغه کسان چي متابعت کوي دشهواتو ( دنفس دارزوګانو ) ددې کار چي کاږه سي تاسي ( دحق دلاري څخه) په کږېدلو ډیرو لویو اوليرو سره .


تشریح : هغه کسان چې په خپلو شهواتو کښي اخته دي دا غواړي چي تاسو له سمي لاري لیري کړي.


 يعني:  دهغوی په شان تاسو هم دخپلر شهواتو اتباع  وکړي او ګمراهان سي نو اوس هر څه چي کوي ښایي چي پوره عقل او فکر او پوهي سره یې وکړي .


کفار او منافقین خو څه بلکي کمزوري مسلمانان هم دښځو دتعلق او رایستلو څخه دا غواړي چي شيطاني خواهشات او شهواني میلان کونکي دتاجرانو دشورم او ددکان د ارزانه سامان په ډول کښيږدي چي د خریدارانو په مخ کي ښه معلوم سي ځکه چي لیدونکي دهغوي دښائست څخه د خوند تسکین وکړي یا په دغه واسطه سره دوی هغه بد عمل ته ځان ورسوي او ددوئ ددې خبري زيات ترغیب چلوي چي ښځي باید په خپلو کورو کي د چاردیوالیو څخه را ووزي دنارینوو دلاس آلې جوړي سي او د خادمي او د مینځي کار ورڅخه واخلي .


که موږ تاسي وګورو ښځه چي باید عزت ورکړل سي لکه اسلام چي عزت ورکړي دي لیکن دوي د مینځي کار ځني اخلي دمثال په توګه په طيارو کي په حیثیت ددائر هوسټس د مزدور کار ځني اخلي خصوصا په هغو ځايو کي دښځو څخه کار اخلي چي ددوی شکل او صورت او ددوی اوازونه خلګ په فتنو کي مبتلا کړي په لوی شرکتو کي د شرکت د کامیابی لپاره يې ښځه ذریعه ګرځولي وي دغه ډول فحش رسالو او اخباراتو په لوڅ عکسونو او تصویرو باندي خپل مارکیټنګ او په بازارو کي د خپل ځان د کامیابي حاصلولو ذریعه او وسیله جوړه کړې ده .


دغه ډول بعض تاجرانو او صنعتي کارخانو پر دغه نوعیت او ډول د ښځو فحش تصویرونه او عکسونه د خپل تجارت پر سامان باندي او پر خپل جوړ سوو مصنوعاتو باندي دهغه ښه خرڅولو لپاره وسیله او ذریعه جوره کړي ده حتی چي دښځي څخه يې يو داسي عام شی جوړ کړي دي که غواړي څوک پوه کړي نو دتليفون او موبائیل په ذریعه دښځي په اواز کي پوه کوي .


او هم هر ځاي  چي د خادمي ښځو ضرورت وي يو ازاده ښځه د خادمي او مینځي پر ځای راولي ، خصوصا زموږ په وطن کي پر هغو مسلمانانو خلګو افسوس او ارمان دي چي ځان خو دښه دین داره کورنۍ بولي خو لور ، خور ، مور ، خانمه يې په مؤسسو کي کار کوي دیو کافر يهودي ، نصراني دڅه پیسو په تمه دکافر خادمه او مینځه ګرځولي ده چي دهغه لباس بستره او نور دځای پاكي ددې په ذریعه حاصله کړي ، او یا خو دهغه مسلمانانو په ټولنه کي يې خور ، مور ، لور، خانمه ،ناسته ولاړه کوي چي په کمزوري مسلمان باندي دده خپله هم هیڅ باور نه وي ایا دغه پر دغه کسانو باندي افسوس کول نه دي په کار دخور ، لور ، موراو خانمي په عزت باندي ځان ساتي. د ښځو دلباس او سينګار شرعی حدود ددغه ټولو حرکتو او عملو نتيجه دا سول چي ښځو په خپلو کورونو کي خپلي حقیقي او اصلي ذمه داري څخه لاس پر سر سولي ، ددې وجي ددغو ښځو خاوندان د خپلو اولادو دتربيت او د کور دنورو ذمه داریو د پوره کولو لپاره بل چاته اړه سوي دي حتي دبهرنیو هیوادو څخه تربیت ورکونکو ته مجبور سوي دي .


چي دهغه نتیجه دا راوتلي ده چي اولاد يې بې عقيده سوى او بې تربيې سوی دي پر ځاي ددې چي تربيه سوی وای دښو اخلاقو دزده کولو پرځای بداخلاقه سوی دي حتي چي په نورو بې حساب فتنو کي ولیدلي دي ځکه لکه څرنګه چي مو مخکي وویل دا کارونه د اسلام دښمنان کوي یا هغه ناپوه او دکمزورو ایمان خاوندان یي کوي . اې مسلمانه پوه سه د خپل دین د دښمنانو په فریبو او چلو باندي تر څو به غافله یې.


مسلمانه وروره دغه چي ذکر سول دا دښځو عزت دئ ؟ دا دښځو حفاظت دئ ؟ دادښځو حقوق دي ؟ که د اسلام ددښمنانو دښځو د عزت سلب (اخستل دي ؟


ماخذ : دښځودلباساو سینګار شرعي حدود 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته