تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي نفقه په جنت کي لازمه سوې وه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2020
  0

رالېږونکی: محبوب الرحمن رأفت


ادم علیه السلام په جنت کي وه چي د ښځي نفقه پرې لازمه شوې وه.


کله چی ادم علیه السلام، الله تعالی پیدا کړ نو ملایکو ته یی وویل چی سجده ورته وکړي ټولو ملایکو سجده وکړه اما شیطان انکار وکړ. الله تعالی داسی فرمایي :

وَإِذۡ قُلۡنَا لِلۡمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسۡجُدُواْ لِأٓدَمَ فَسَجَدُوٓاْ إِلَّآ إِبۡلِيسَ أَبَىٰ
او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، ده انكار وكړ


فَقُلۡنَا يَـٰٓـَٔادَمُ إِنَّ هَٰذَا عَدُوّٞ لَّكَ وَلِزَوۡجِكَ فَلَا يُخۡرِجَنَّكُمَا مِنَ ٱلۡجَنَّةِ فَتَشۡقَىٰٓ
نو مونږ ادم ته وویل: بېشكه دا (ابلیس) ستا او ستا د ښځې دښمن دى، نو دى دې تاسو هرګز له جنت نه ونه باسي، (ګنې) نو په مشقت كې به پرېوځې.


الله تعالی ادم علیه السلام ته وایی چی ابلیس ستا او ستا د ښځې دښمن دی چی دا جمع کلیمه ده او که چیری تاسو یی وویستلی له جنت څخه چی بیا داسی فرمايي: فَتَشۡقَىٰٓ چی مفرد کلیمه ده تنها ادم علیه السلام ته راجع شوې ده هدف یې له مشقت څخه همدا دی چی سړی په تکلیف او مشقت کي وي چي خپل کورنۍ او ښځې ته نفقه برابروي تر څو یې عفت او حیا غوندي وي.


دا هغه درس وه چی نن می د خپل مسجد له امام څخه د قران په تفسیر او ترجمه کي زده کړی چي تر تاسو مي در وراساوه.

 

ــــــــــــــ
نیکمرغه مېرمن څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته